د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د سړک د غاړی د بمو نو چاودنی - ستر وژونکی خطر


د مطبوعاتو ېو رپوټ چې د امرېکا او اېتلاف د قواو د اسنادو پر بنا جوړ شوېدی، واېې چې د سړک دغاړی بمونه په افغانستان کې د ملکېانو، عسکرو او اېتلاف دعسکرو د وژل کېدلو ېوازېنی غټ خطر دی.

د امرېکا خبری تلوېزېون CNN ددوشنبی په ورځ ووېل چې دنظامی چارواکېو سند د ناټوله احصاېې نه اخېستل شوېدی. په دغو احصاېېو کې ښودل شوېدی چې د سړکی د غاړې په بم چوونو کی په ٢٠٠٨ کال کې تر ٣٠ فېصدونه زېاتوالی راغلی دی.

په مجموعی ډول هم، سي اېن اېن واېې، چې د القاعده او طالبانو په حملو کې په افغانستان کې تېر کال ٣١ فېصد زېاتوالی راغلی دی.

همدارنگه د افراطېانو حملو د ٧١ فېصده د هېواد په ختېځ او جنوب کې واقع کېږی.

د ٢٠٠٨ کال د جنوری راهېسی د امرېکا او ناټو د قواو د مرگ اندازه ٢٦ فېصده زېاته شوېده. د افغانستان د امنېتی قواو د مرگ شمېر په سلوکې ٦۴ زېات شوېدی.

د افغانستان په هکله د امرېکا د پوځ رپوټ چې ددوشنبی په ورځ خپور شو.

د تېر کال په مرگ ژوبله کې د زېاتوالی پړه د حکومت په غېر موثرېت، پاکستان کې د افراطېانو د خوندې ځاېونو په موجودېت او په هغو سېموکې چې پخوا ېاغېانو نېولی وې، د خارجی قواو په زېاتوالی باندی اچوي.

په رپوټ کې وېل شوېدی چې دا به څو لسېزې وخت وغواړی چې ېو داسی افغان حکومت منځته راشی چې په بشپړ ډول اهل اومستعد او مستقل وی.

په رپوټ کې وېل شوېدی چې ددې حکومت کارونه د سخت اداری فساد، کمزوری مشرتابه او داسی اداره کې دی چې له هرې خوانه محدوده شوېده.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما د دفاع له وزېر رابرت گېټس سره د افغانستان د جگړی په باب ددوشنبی په ورځ شخصی مذاکرات وکړل.

رپوټ واېې چې د اوباما اداره په افغانستان کې د امرېکا په پالېسی باندی نوې کتنه کوی. په دې کې په دې باندی غور کېږی چې د عسکر و شمېر دېرش زره نور هم زېات کړی.

ېوه نطآق ووېل چې تر اوسه پورې په دې برخه کې وروستی فېصله نده شوې.

رپوټ واېې چې د ښاغلی اوباما خاص استاځی رېچرد هالبروک په دې اونی کې افغانستان او پاکستان ته روان دی.

XS
SM
MD
LG