د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان ته نوی امریکایي آستاځی ورغی


امریکایي چارواکي وایی چی افغانستان او پاکستان ته د امریکا نوی آستاځی پخوانی امریکایی دیپلومات ریچارډ هال برووک پرون دغي سیمي ته روا سوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق رابرټ ووډ وایي چی هال بروک به په لاره کی اول درې ورځی په جرمني کی تم سی او هلته به د امنیتي چارو په یوه غونډه کی چی درې ورځي به روانه وی برخه واخلي او بیا به افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړی. نطاق وویل چی ښاغلی هال برووک به هند ته هم ولاړ سی او هلته به د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحدي سیمو د نا آرامیو په باب د هتدي مقاماتو سره خبري وکړي. هغه وایي چی هند د افغانستان سره خاصه دلچسپي لري.

د بهرنیو چارو د وزارت نطاق دا هم وویل چی هال برووک د افغانستان د ثبات د پاره د بین المللي هڅو په ارتباط کوم خاص پیشنهادونه نه لري . هغه وایی چی د هغه دا سفر به د حالاتو معلومول وي او ددې حالاتو په باب به جمهوررئیس براک اوباما او د بهرنیو چارو وزیري هیلري کلینټن ته معلومات ورکړي.

امریکایي مامورین وایی چی هال برووک به په دې سفر کی د کشمیر په جنجالي مسالې باندی خبري ونه کړی.

XS
SM
MD
LG