د لاس رسي وړ اتصالات

د سوات له سیمې نه زرگونه خلک کډه شوي


په داسې حال کې چې په سوات کې د پاکستان د پوځ او د اسلامي توندلارو تر مینځ سختې جگړې روانې دې له سیمې څخه زرگونه خلک کډه شوي.

د جگپوړو چارواکو له خولې نږدې دېرش زره خلک په وروستیو ورځو کې له سیمې لېږدېلو ته اړ شوي.

د پاکستان صدر اعظم ویلي چې دی به په سوات کې دغې ستونزې ته د چټک حل لاره و مومي. خو د هغو خلکو په نظر تر اوسه کومه سوله نه ورځي چې له سیمې په تېښته دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي په دې برسېره چې یو کال له مخه په دې سیمه کې پوځي عملیات پیل شول، توندلاري تر اوسه پورې د سوات زیاته برخه په خپل کنټرول کې لري.

یوه چارواکي وویل چې حکومت په مینگوره ښار کې د بیځایه شوو کډوالو لپاره ٧ کمپونه جوړ کړي دي.

د چارواکو په اټکل د سوات د یو نیم ملیون اوسېدونکو درېیمه برخه کېدای شي له سیمې څخه کډه شوي وي.

XS
SM
MD
LG