د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې شپږ تنه وژل شوي


نړۍ والو قواو او افغان عسکرو د افغانستان په جنوب کی په یوه حمله کی لږ تر لږه شپږ کسه وژلي دي، مگر دا لا نه ده معلومه چی هغوی یاغیان وو که ملکي خلک.

د امریکا اردو وایی چی دا خلک چی وژل شوي دي هغوی د یوې محلي شبکې سره چی بمونه جوړوي ارتباط درلود، مگر محلي مامورینو ویلي دي چی هغوی بزگروو او د کومي یاغي ډلي سره یې اړیکي نه درلودې.

محلي مامورینو دا هم ویلي دي چی ټول وژل شوي کسان د دوو کورنیو غړي وو.

د امریکا د اردو په یوه بیانیه کی ویل شوي دي چی په دې حمله کی درې نور کسان نیول شوي هم دي.

اردو وایی چی په یوه بله حمله کی چی د خوست په ولایت کی یې وکړه، عسکرو یوتن وواژه او نهه تنه یې ونیول. اردو وویل چی د حملې په وخت یې د بمونو د جوړولو مواد، ساعتونه او وسلې هم نیولي دي.

XS
SM
MD
LG