د لاس رسي وړ اتصالات

ترهگرئ ضد ماهر: افغانستان سقوط ته نږدې


د اسټرالیا د بغاوت ضد یوماهر چې په عراق کې دامریکا داضافی عسکرو یوله طراحانونه و، په واشنگټن ډي.سي. کې دامریکا د مشرانو د جرگې د بهرنیو چارو د جرگه گی استماعیه غونډې ته وویل، افغانستان د بشپړ سقوط په څنډه ولاړ دی.

په داسی حال کې چې داوباما حکومت دی ته تیار دی چې په افغانستان کې دخپلو عسکرو حضور زیات کړی ،ډیویډ کیلکولن وویل، دوه زره نهم کال به دمتحدینو دقواو لپاره یو بحرانی کال وی.

اسټرالیا ویلی دی چې افغانستان ته به اضافی عسکر یوازی هغه وخت واستوی، که دناټو غړی هیوادونه هم دی ته ورته اقدام وکړی.

ډیویډ کیلکولن دامریکا دمشراتو دجرگې دبهرنیوچارو مقتدری جرگه گی ته په افغانستان کې داقدام دټولو نه دښی لاری په باره کې مشوره ورکړه.

دامنیتی چارو دغه ماهر چې په عراق کې دامریکا داضافی عسکرو دلیږلو یو له طراحانونه و، په افغانستان کې دمخ په خرابیدو وضع دویتنام دجنگ سره مقائسه کړه.

هغه خبرداری ورکړچې که چیری امریکائې قوماندانان په افغانستان کې امنیت ټینگ نکړای شی نو دغه هیواد به سقوط وکړی . کیلکولن وائې: تیر کال دا وخت دتاوتریخوالی اندازه ، دپیښو په لحاظ څلویښت فیصده زیاته شوی وه.

د حکومت نه د خلکوملاتړاو دحکومت مشروعیت سقوط کوی، ځکه نو زه فکرکوم چې پدی خبره کې مبالغه نشته چې دا په افغانستان کې یو بحرانی کال دی او که موږ په دی کال کې حالات صحیح نکړو نو ښائې چې موږ کامیات نشو.

کیلکولن چې داسټرالیا دپلوعسکرو پخوانی صاحب منصب دی، وویل، زیات شمیر عسکر چې له عراق نه ئې را اوباسی او په افغانستان کې ځای په ځای کړی، ښائې چې هغې ته ورته غټه اغیزه ونکړی چې دعراق دجنجال په وخت کې ئې کړی وه.

هغه مشوره ورکړه چې په ځای ددی چې یاغیانو سره جگړه وشی، دافغانانو ژغورنه دی وشی چې کیدای شی هلته مبارزه بدله شی . داسی نظرشته که خلک دامنیت احساس وکړی نو احتمال لری چې دوی په سیاسی جریان کې برخه واخلی چې دی وائې، لکه څنگه چې په عراق کې دا کاروشو.

امریکا پدی باندی غورکوی چې په روان کال کې په افغانستان کې دخپل عسکرو شمیر دوه برابره کړی چې پدی حساب تقریبآ شپیته زروتنو ته رسیږی. ددی نه هدف دادی چې افراطی طالبانوته ماتی ورکړی او دافغانستان دجمهوررئیس حامد کرزحکومت چې په جنگ کې راگیردی ، ملاتړوکړی .

اسټرالیا تقریبآ زرتنه عسکر په افغانسان کې لری او په کانبیرا کې ددفاع دوزارت مامورانو وویل، دوی به د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په غوښتنه غوروکړی چې وايي، د عسکرو شمیر دی زیات کړی مگر یوازی دا کار هغه وخت کوی چې دناټونورغړی هیوادونه دجنوبی آسیا په دغه هیواد کې دخپلو عسکرو شمیرزیات کړی.

ډیویډ کیلکولن وویل، اسټرالیاد ملکی اداره چیانو په لیږلو سره ښائې چې په خپله بین المللی انډیوالی کې ښه وظیفه سرته ورسوی.

په افغانستان کې دحکومت دمیکانیزم په جوړولو کې مرسته کولی شی لکه څنگه چې په جنوبی بحرالکاهل کې ئې د خپلوگاونډیانوسره کړی وه.

په دغو گاونډیانو کې ناارامي وه د مثال په ډول په پاپوا نوی گینی او سولومان ټاپوگانو کې ئې دا کار سرته رسولی وو.

XS
SM
MD
LG