د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان ته د عسکرو پر لیږلو غور


ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس براک اوباما په راتلونکو څو روځو کې افغانستان ته اوو زره محاربوي عسکرو او په زرگونو نور حمایوي عسکرو لیږل په رسمي ډول منظور کړي.

که څه هم په افغانستان کې د امنیت او ثبات د بیرته تامینولو لپاره ځینې لازمې نقطې له وړاندې معلومي شوي دي، جمهور رئیس اوباما له هغه وړاندې افغانستان ته د اضافي عسکرو د لیږلو پر پیشنهاد امضا کوي چې ددغه ملک لپاره پر خپلې عمومي ستراتیژئ باندې غور وکړي.

له هر ډول اقدام مخکې، د ستراتیژئ جوړونکي پر دې غور کوي چې هدفونه څه دي او ممکنه خطرونه کوم دي. په داسې حال کې چې د اوباما حکومت لا تر اوسه د افغانستان په اړه پر خپلې رسمي ستراتیژئ کار کوي، خو جمهور رئیس به له وړاندې ددغو اضافي عسکرو لیږل منظور کړي.

دا چې ولې دا کار کیږي؟ د پنټگان یا د امریکا د دفاع د وزارت نطاق جیف مورل دغه ټکی توضیح کوي.

"له دې پرته چې په عمومي ستراتیژئ کې به څه وي، موږ غواړو د ملک په ځینو برخو کې خرابېدونکی امنیتي حال ښه کړو. دا اقدام د هغې ټولو هدفونو په سر کې راځي چې جمهور رئیس یې د افغانستان لپاره په خپلې آینده ستراتیژئ کې لري".

مورل وايي، متحده ایالات به په افغانستان کې په ملکي او نظامي دواړو برخو کې د افراطیت ضد پالیسي تعقیب کړي. د تشدد خلاف د پوځي عملیاتو سره یو ځای به د حکومت ملاتړ او اقتصادي ودې ته هم پام کیږي.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وايي، په هغه ستراتیژیکو اهداف کې چې د بوش د حکومت پر وخت تعقیبېدل، د ځینو بدلونونو طرفدار دی.

"یوه خبره چې د امریکا اوسنی او مخکینی دواړه حکومتونه ورباندې توافق لري، دا دی چې موږ په افغانستان کې پراخ او د اوږده مهال هدفونه لرو او دا چې په کار دي چې منسجم هدفونه ولرو دا چې په راتلونکو درې یا پنځو کلونو کې د ځینو سیمو واک بیرته تر لاسه شي.

د خلکو امنیت تامین شي. القاعده تعقیب شي او د تروریزم د پراختیا مخه ونیول شي او خلکو ته د خدمات وړاندې کول بهتره شي. همدا ځینې مهم شیان دي".

خو رابرټ گیټس وايي، امریکا په افغانستان کې یو ډیر مهم هدف لري چې هرو مرو باید تر لاسه شي.

"بې له شکه چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره سخته مبارزه په کار ده او زه یقین لرم چې دا باید زموږ په ستراتیژیکو اهدافو کې شامل وي. هغه دا چې، له افغانانو سره کار وشي چې دوی پخپله د القاعدې د پټو ځایونو مخه ونیسي. د طالبانو مخالفت وکړي او د یوه مشروع افغان حکومت ملاتړ وکړي چې دوی پخپله ټاکلی وي".

XS
SM
MD
LG