د لاس رسي وړ اتصالات

پنجاب کې پر پولیسو حمله، ٧ تنه وژل شوي


پولیس وايي، نامعلومو حمله کوونکو دپاکستان په مرکزکې لږترلږه اوه تنه دپولیسو صاحب منصبان وژلی دی .

د شنبی په ورځ د پنجاب د صوبی د میا ولی ښارگوټې ته نژدی دغه حمله وشوه. پولیس وائې، افراطیانو لومړی دپولیسو په پوسته باندی ډزی وکړی او وروسته ئې بیا په چادیدونکو موادوسره والوزوله .

دغه پوسته بالکل تباه شویده.

د امنیتی چارو ماموران وائې، دامعلومه نده چې ددغې حملی ترشا څوک دی. مین ولی دناارامه صوبه سرحد سره نژدی پروت دی چې هلته دپاکستانی امنیتی قواوی دافراطی طالبانو دپلویانوسره په جگړه اخته دی.

XS
SM
MD
LG