د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوست، په افغانستان کې اننخابات او د اداری فساد په باب


د واشنگټن پوست، ورځپاْڼه لېکی چې په تېره فبروری کې جوزېف باېډن چې هغه وخت سناتورو، د ماښام د ډوډی په سر له ښاغلی کرزی نه په افغانستان کې په حکومت کې د اداری فساد په باب پوښتنه وکړه، خو هغه اطمېنان ورکړ چې هلته اداری فساد نشته.

ورځپاڼه لېکی چې ۴٥ د قېقې وروسته جوزېف باېډن او دوه نور سناتوران دوخت د پاې نه مخکی پورته شول او ولاړل. رپوټ واېې اوس چی جوزېف باېډن چې اوس د جمهوری رېاست مرستېال دی نو د ښاغلی کرزی او افغانستان لپاره نړی بدله شوېده.

په سپېنه ماڼی کې ښاغلی اوباما هغه غېرموثر وباله او خارجه وزېرې هېلری کلنټن ووېل چې هغه د مخدره موادو په دولت باندی رېاست کړېدی.

هغه امرېکایېان چې د افغانستان پالېسی جوړوی له هغوی سره دا وېره ده چې دا جگړه باېلل شوېده. هغوی لوړه کوی چې له مرکزی حکومت نه تېرشی او مستقېما له والېانو سره معامله وکړی.

واشنگټن پوست لېکی چې په داخل کې هم ښاغلی کرزی له پراخه بغاوت سره مخامخ دی او عام خلک ېې د اقتصاد دنه پرمختگ او په اداری فساد ککړو عالې رتبه مامورانو د موجودېت له امله، چې دده د حکومت په هره برخه کې شته دی مسوول بولی.

واشنگټن پوست لېکی، اوس مهمه خبره دا ده چې انتخابات را رسېږی. ښاغلی کرزی واېې چې دی به له راېو ورکوونکېو نه خواهش وکړی چې ده ته د پنځو نورو کلونو لپاره راېه ورکړی.

انتخابات د اگست د ٢٠ می لپاره کېدونکی دی.

واشنگټن پوست لېکی په ېوه سروی کې ښودل شوېدی چې په سلو کې ٨٥ کسان واېې دوی نېت کړې دی چې له ښاغلی کرزی نه پرته بل چاته راېې ورکړی.

XS
SM
MD
LG