د لاس رسي وړ اتصالات

د اسراېېلو او په غزه کې د فلسطېنېانو ترمنځ 'ښاېې راتلونکی اونی کې ېو اوږد اوربند وشی'


د مصر جمهور رئېس حسنی مبارک
د مصر جمهور رئېس حسنی مبارک واېې چې د اسراېېلو او په غزه کې د فلسطېنېانو ترمنځ ښاېې راتلونکی اونی کې ېواوږد اوربند وشی.

مصر په دې کې منځگړ توب کوی چې د دواړو خواوترمنځ ېو دوامدار اوربند وشی.

حسنی مبارک په پارېس کې وروسته له هغه نه چې دفرانسی له جمهور رئېس سره ېې ملاقات وکړ نن ددوشنبی په ورځ دا خبری کولی.

د اسراېېلو مشران د مصر په پېشنهاد باندی غور کوی چی له حماس سره اتلس مېاشتی اوربند وکړی او بندېان ورسره تبادله کړی.

د اسراېېلو پوځ په شمالی غزه کې ېو فلسطېنی افرآطی وژلی دی.

د اسلامی جهاد په نامه افراطی ډله واېې چې دافلسطېنی ددوی دوسله والې څانگی غړی و او نن ددوشنبی په ورځ سهار د وخته مړشو.

هغه کوشش کاوه چې د اسراېېلو په پوځ باندی د داسراېېلو او غزې ترمنځ کټاری سره پراسراېېلی عسکرو ډزې وکړی.

د اسراېېلو پوځ واېې چې ددوی قواو ېو نامعلوم ټوپک والا چې کو شش ېې کاوه له سرحد نه واوړی وژلی دی.

تردې مخکی د اسراېېلو چارواکېو ووېل چې پوځ په غزه کې هواېې حملی پېل کړېدی او د حماس دوه بهرنی پوستیی ددی په بدل کې وېشتلی دی چې پر اسراېېلو ېې دېکشنبی په ورځ دراکټ ډزې کولی.

د اسراېېلو او عربو مطبوعات واېې پلان لری چې د حماس له افراطېانو نه دهغه اسراېېلی عسکر د خوشی کولو غوښتنه وکړی چې په بدل کې به ېې اسراېېل په سوونو فلسطېنېان خوشی کړی.

په دې کی داسی کسان هم شته دی چې په ډېر و سختو حملو کې لتاړ دی. د مصر د پېشنهاد پر اساس اسراېېل او مصر به له غزی سره لږ تر لږه دوه سرحدی لارې پرانېزی چې د غزی په نېستی ځپلو خلکو باندی د بندېز په لېری کېدلو سره سهولت راشی.

حماس د اوربند دېو برخی په توگه د بندېزو د لېری کېدو غوښتنه کړېده. اسراېېلو د خپل عسکر د خوشی کېدلو غوښتنه کړېده او همدارنگه له غزی نه پراسراېېلو باندی دحملو د بندېدلو غوښتنه هم کړېده.

XS
SM
MD
LG