د لاس رسي وړ اتصالات

'اداري فساد او د سولې مذاکرات' د کرزي د حکومت عمده ستونزې


جمهور ریس حامد کرزي په جرمني کې د نړیوال امنیت په کنفرانس کې د خبرو پر وخت پر هغو طالبانو غږ وکړ چې د القاعدې او نورو تروریستی شبکو سره ارتباط نلري چې افغانستان ته راستانه شي.

د افغانستان د چارو ډیر ماهرین په ملک کې د ثبات یوازنۍ چاره د مخالفو خواوو سره د سولې خبرې گڼي.

جمهور رئیس کرزي مخکې هم څو ځله طالبانو ته دغه ډول پیشنهادونه کړي دي.

خو دا ځل د جرمنی د مونشن په ښار کې د امنیت په نړیوال کنفرانس کی هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هغه د حکومت د ملي روغې جوړې د هڅو ملاتړ وکړي.

په واشنگټن کې د اسلامي هیوادونو د ډیپلوماسئ د څیړنو د دفتر عرب کارپوه ډاکتر الشنگیت هم په افغانستان کې د حل لار له مخالفو خواوو سره د خبرو اترو لپاره د زمینې برابرول گڼي.

"له مختلفو ډول سره د خبرو پیل، او له دوی سره د محلي امنیتي چارو په برخه کې همغږي او بالاخره په خلکو کې د بنسټ لرونکي حکومت تشکیل هغه هم د شورا او ملي جرگې له لارې. او داسې یو سیاسي جوړښت چې په مکمل ډول، د افغانستان ټولنه پکې منعکس شوې وي. دا به هغه لاره وي چې د یوه با ثباته افغانستان د رامنځته کولو لپاره لاره هواره کړي".

که څه هم ملگرو ملتونو تیره میاشت وویل، د جمهور رئیس کرزي د روغې جوړې پالیسئ د هغه محبوبیت زیات کړی خو سیاسي ماهرین وايي، اصلاًیوه بل عنصر د ښاغلي کرزي محبوبیت ته صدمه رسولې ده.

مایکل اوهانن په واشنگټن کې د بروکینز د تحقیقاتي مرکز کارپوه دی. هغه په افغانستان کې روان حالات له نږدې څاري او په تیرو څو کلونو کې یې په دې باب تحقیقي مقالې لیکلي دي.

هغه وايي: "داسې فکر کیږي چې ښاغلی کرزی غواړي په خپلو ځینو پالیسیو کې بدلون راولي. خو ځینې اندېښنې موجودي دي چې کرزی د خپلو دوستانو ساتنه کوي او دا کار د هغه په حکومت کې واسطه او واسطه بازي او اداري فساد ښيي".

اوهانن وايي؛ په دې باب اندېښنې اوس په واشنگټن کې مخ په زیاتېدو دي. او دا یوه لویه اندېښنه ده. هغه وايي:

"ښاغلی کرزی د ځینو دلایلو له کبله د ستایلو وړ دی خو زه فکر کوم چې د هغه د حکومت اجرات هومره ښه نه وو چې توقع ورڅخه کېدله او دا کار به د افغانستان د راتلونکي کال په انتخاباتو کې د هغه په تاوان تمام شي".

د جمهور رئیس کرزي نطاق همایون حمیدزاده هم مني چې یوه اندازه مشکل موجود دی.

"مونږ وايو چې زمونږ په نظام کې نیمگړتیاوې شته، فساد تر یو حده وجود لري. خو دا چې وویل شي چې په مکمل ډول د پرمختگ مخنیوی کوي، دا حقیقت نلري".

حمیدزاده هغه رپوټونه بې اساسي گڼي چې ددغې موضوع پر سر د جمهور رئیس کرزي د حکومت او په امریکا کې د نوي تشکیل شوي حکومت تر منځ درز پیښ شوی دی.

"درز بلکل واقع شوی نه دی. موږ باید واقعیت بین و اوسو. د امریکا حکومت دا یوه میاشت کیږي چې تشکیل شوی دی. دوی اوس له سره خپلې پالیسي گانې او ستراتیژۍ جوړوي. نو موږ باید وخت ورکړو".

خو ډیر څیړونکي وايي، په افغانستان کې ورځ په ورځ زیاتېدونکې ناامني او اداري فساد هغه څه دي چې د اوباما حکومت ورته په جدي سترگه گوري. په واشنگټن کې د هریتیج په تحقیقاتي مرکز کې د افغانستان د چارو څیړونکې لیزا کرټیس وايي:

"د اداري فساد له منځ وړل په رښتیا هم لوی مشکل دی. د نړیوال شفافیت د ادارې د څیړونو له مخې، افغانستان په ١٧٦م نمبر راغلی چې اداري فساد پکې ډیر زیات دی او دا په وضح ډول د تحمل وړ خبره نه ده. د اوباما حکومت به په همدې ټکي ټینگار کوي".

د جمهور رئیس کرزي ویاند همایون حمیدزاده وايي، ددغه مشکل د له منځه وړلو لپاره یې هڅې روانې دي.

"موږ د فساد پر ضد یوه نوې اداره جوړه کړې. یوه ستراتیژي چې په یو نیم کال کې جوړه شوې، هغه عملي کیږي. نو د فساد پر ضد زموږ کوششونه روان دي".

خو د سیاسي چارو تحلیلگره لیزا کرټیس وايي، مهمه دا ده چې د افغانستان په مسئله کې له عجلې نه کار واخیستل شي.

"زما مشوره دا ده چې باید اقدام وشي. مشکلات شته. او ډیر خلک دا خبره درک کوي چې دغه مشکلات موجود دي. ډیر خلک په دې پوهیږي چې کومو چارو ته ضروروت دی. د اوباما د حکومت لپاره به مهمه دا وي چې اقدامات پیل کړي او پلان په عاجل ډول عملي کړي. "دا به ما ته خواشینوونکې خبره وي، چې موږ دوه یا درې میاشتې نورې هم ولگوو. په داسې حال کې چې د افغانستان انتخابات رانږدي دي. د افغانستان خلک د امریکا لپاره یقیناً نور انتظار نشي کولای چې پر خپلو ستراتیژیو پر جوړولو باندې دومره اوږده موده تیره کړي".

جمهور رئیس کرزي د سرطان په ٢٩مه د کیدونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خان کاندید کړی دی.

په واشنگټن کې د بروکینز په اداره کې د افغانستان د چارو له څیړونکي، مایکل اوهانن نه پوښتنه وشوه چې آیا د امریکا حکومت به د افغانستان په آینده انتخاباتو کې د جمهور رئیس کرزي ملاتړ وکړي؟

"زه فکر نه کوم چې دا دې په متحده ایالاتو پورې اړه ولري چې د چا په انتخاباتو کې گټونکي او بایلونکي انتخاب کړو. او زه فکر نه کوم چې موږ به د جمهور رئیس کرزي ملاتړ وکړو او یا د کوم بل یوه ملاتړ وکړو. زه په دې عقیده یم چې موږ باید د افرادو نه بلکه د پروسې ملاتړ وکړو.

XS
SM
MD
LG