د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د ناټو دوه عسکر د بم په چاودنه کې ووژل شول


د ناټو چارواکی واېې چې د افغانستان دخوست په ولاېت کې نن د سه شنبی په ورځ ددوی پر کاروان باندې ېوبم وچاودېده. دوه عسکر ېې ووژل او نورېې زخمی کړل.

چارواکی واېې چې چاودنه د خوست په ولاېت کې د پاکستان له سرحد سره نېژدی وشوه.

ناټو واېې چې د چاودنه د سړک دغاړی د بم وه. خو افغان چارواکی واېې چې چاودنه ېوه ځان وژونکی کړېده. ناټو تراوسه پورې دهغو عسکر ملېت ندی څرگند کړی چې په دغه پېښه کې وژل شوېدی.

رپوټ واېې خو په ختېځ افغانستان کې دناټو اکثره عسکر امرېکاېان دی.

د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما دافغانستان په باب دامرېکا پر پالیسی باندی نوی کتنه کوی او د عسکرو په زېاتوالی هم غورکوی چې تردېرشو زرو پورې نور زېات شی.

XS
SM
MD
LG