د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما واېې د حکومت د اقتصادی مرستی لپاره عاجل ضرورت موجود دی


د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما واېې دامرېکا اوسنی اقتصاد د ستر اقتصادی رکود نه را په د ېخوا له داسی حآلت سره مخامخ دی چې پکار ده په ډېرعاجل ډول ېې چاره وشی او حکومت په کې مداخله وکړی، که نه نو په منفی ډول به مخ په ښکته نور هم پسی روان شی.

رپوټ واېې چې ښاغلی اوباما په سپېنه ماڼی کې په خبری کنفرانس کی د امرېکا پر کانگرېس غږ وکړ چې د اتو سوو بېلونو ډالرو لاېحه چې د اقتصادی حالت د بهبود لپاره وړاندی شوېده، د مصارفو او مالې د کمښت مساېل پکی دی، ډېره ژر منظوره کړی.

د امرېکا جمهور رئېس ووېل چې که حکومت سمد لاسه اقدام ونکړی نو دابه دهغو امرېکاېانو ستونزې نورې هم زېاتی کړی چې ٣ اعشارېه ٦ ملېونو کسان پکی بې روزگاره شوېدی.

په دې ترڅ کې نور اقتصادی مشکلات هم موجود دی. هغه ووېل په داسی حال کې د اقتصاد شخصی څانگه کمزوری شوېده نومرکزی حکومت ېوازېنی لاره ده چې سوکه اقتصاد ته بېرته حرکت ورکړی چې د پرمختگ په لور روان شی.

ټاکل شوېده چې د اقتصاد لپاره په دغه محرکه لاېحه به نن د سه شنبی په ورځ د امرېکا دسنا له خوا نه راېی واچول شی. که چېرې دا لاېحه منظور شی نو دا به د اولسی جرگی د هغو لاېحو سره برابره کړی شی چې اولسی جرگی منظؤر کړېدی. تر هغی وروسته به د جمهور رئېس لاسلېک ته ورشی او دقانون بڼه به غوره کړی.

رپوټ واېې چې د جمهوری خواه گوند اکثرو غړېو ددغی لاېحی سره مخالفت کړېدی. هغوی واېې چې په دې کې دلگښت لپاره زښتی زېاتی پېسی غوښتل شوېدی خو مالېه پکی ډېره نده کمه شوی. خو د اوباما ددېموکرات گوند له خوانه ددغی لاېحی ملاتړ شوېدی.

ښاغلی اوباما ووېل چې روان کال به سخت وی خو دې هېله من دی چې بل کال ته انکشاف را څرگند شی. جمهور رئېس ووېل چی ددې پلان د کامېابی معېار به داوی چې ېا نور نوی کارونه منځته پکی راشی او ېا پخوانی کارونه خوندی پاتی شی.

ورپسی به د بانکی اعتبار بازار خوندی او موېر شی او د کورونو د خرڅلاو بازار به هم ثبات پېداکاندی.

XS
SM
MD
LG