د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا خاص استازی په پاکستان د تروریزم په باره کې خبری وکړی


د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچرد هولبروک د پاکستانی مشرانو سره دیو لړ امنیتی موضوعاتو په باب خبری وکړی.

په داسی نویو لارو چارو غږیدلی دی چې د هغوی له مخی د افراطیت دمخ په زیاتیدونکی گواښ سره مقابله وکړی او د القاعدی په مشری په سیمه کې د ترورستانو مرکزونه له منځه یووړل شی.

ریچرد هولبروک سیمی ته د خپل لومړی سفر په لړ کې د پاکستان پایتخت ته د را رسیدونه یوه ورځ وروسته د پاکستان د جمهور رئیس اصف زرداری، صدر اعظم یوسف رضا گیلانی، د پوځ د لوی درستیز اشفاق پرویز کیانی او نورو لوړ رتبه مامورانو سره دگڼ شمیر موضوعاتو په باره کې خبری وکړی.

ددوی خبری په اصل کې پدی ټکی باندی کیدی چې څرنگه نوی لاری چاری ولټول شی چې د تروریزم مخ په زیاتیدونکی گواښ په خلاف په خاصه توگه د افغانستان سرحد سره نژدی د پاکستان په قبائلی سیموکې له منځه یووړل شی.

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د امریکا د لوړ رتبه ډیپلومات سره دخبرو نه وروسته خیریالانو سره دخبرو په ترڅ کې دښاغلې هولبروک سفرئې د واقعیتونو دمعلومولو د یو ماموریت په حیث یاد کړ.

ښاغلئ قریشی وائې، هغه دهولبروک سره موافقه لری چې یو گډ هیآت دی وټاکل شی چې په پاکستان او گاونډی افغانستان دواړو کې دتروریزم او افراطیت په خلاف پالیسی باندی خبری وکړی.

ښاغلئ قریشی: "دغه ټیم به غونډی وکړی او په ټولو پالیسو باندی به کره کتنه وکړی. دوی به نوی سټراټیجی غوره کړی ځکه چې دوی احساس کوی چې په راتلونکی کې هره سټراټیجی په فغانستان کې مؤثره وی ، دا له پاکستان نه په غیرسرته نشی رسیدلی ، پاکستان باید پکې شریک وی."

ښاغلی قریشی دخاص استازی هولبروک سفر په دواړخیزو روابطوکې دیونوی پیل په حیث یاد کړمگر هغه له امریکا نه وغوښتل چې د پاکستان خواته په سرحدی سیموکې دافراطیانو دمرکزونو په خلاف دامریکا دبی پیلوټه الوتکو دحملو په باب له سره فکروکړی.

ښاغلی قریشی: "په امریکا کې ځینی کسان دا احساس کوی چې دوی پدی کارسره تکتیکی گټه کړیده او دوی یوڅه بری لاس ته راووړی دی او ددغو حملو له لاری ئې ځینی مهم هدفونه له منځه وړی دی. مگر تاوان هم لری او ما دده سره داخبره پرون سهار شریکه کړه چې موږ باید پدی خبره موافقی ته ورسیږو چې څه شی امریکا ته دمنلو وړدی او څه شی دمنلو وړندی او څه شی پاکستان ته دمنلو وړدی او څه شی دمنلووړندی."

پاکستان پدی عقیده دی چې دبی پیلوټه الوتکو حملو د امریکا ضد احساسات را پارولی دی او په هیواد کې ئې دافراطیانو سره ملاتړزیات کړیدی .

دا مریکا خاص استازی هولبروک غواړی چې ددی هفتی په اخرکې افغانستان او هند ته هم سفر وکړی. امریکائې ماموران وائې، دهغه دسفر هدف دمعلوماتو لاس ته راوړل دی چې په سیمه کې دامریکا دراتلونکی پالیسی په غوره کولو کې مرسته کوی .

په داسی حال کې چې جمهور رئیس بارک اوباما دناارمه سیمی لپاره دخپل خاص استازی په حیث د هولبروک دمقررولوپه وخت کې وویل، افغانستان دهغه دخارجی پالیسی یو دلومړیو هدفونه دی او ژمنه ئې وکړه چې د پاکستان په سرحدی سیمو کې د ترورستی مرکزونو مخه ونیسی چې ددی ډاډ ورکړل شی چې نه له پاکستان نه او نه له افغانستان نه د نړیوالو ترورستی حملو مرکز بیا جوړشی.

XS
SM
MD
LG