پاکستانی پولېس واېې چهنن په پېښور کې د بم په ېوه چاودنه کی د صوباېې اسمبلئ ېو غړی ووژل شو او شپږ کسان زخمېان شول.
پولېس واېې داسی معلومېږی چه بم په ېوه موټر ساېکل کی پټ اېښودل شوی ؤ او کله چه نوموړی په خپل موټر کې تېرېده، نو دغهبم خلاص شو.
دا حمله لږ وروسته د هغې وشوه چه د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا د جمهور رېس براک اوباما خاص استازی رچرد هولبروک نن پېښور ته روسېده.
پاکستان ته دا ښاغلي هولبروک لومړی سفر دی چه سېمی ته ېې کوی.
نوموړی غواړی چه د ترهگرانو د اډو د ختمولو او ټرورېستانو سره د جنگ لپاره د لوړ رتبه پاکستانی مقاماتو سره خبری اتری وکړی.
هغه ددی نه مخکی د پاکستان د جمهور رېس اصف علی زرداری او صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی سره په اسلام اباد کی ملاقات وکړ.
ټاکل شوی ده چه هولبروک بهد پاکستان د عسکری قوماندانانو، د مدنی ټولنو داستازو او تاجرانو سره هم ملاقاتونه وکړی او بېا وروسته به افغانستان او هند ته سفر وکړی.