د لاس رسي وړ اتصالات

د هند مطبوعاتو نوي اصول وضع کړل


د هند پر مطبوعاتو انتقاد شوی چې پر ممبئ باندې یې د تروریستي حملو په باب پارونکي رپوټونه خپاره کړي وو او د ژغورنې عملیات یې له خطر سره مخامخ کړي وو.

د هند مطبوعاتو اوس ځینې اصول وضع کړي چې په آینده کې څنگه ددغه ډول پیښو په باب رپوټونه خپاره کړي.

د هند د مطبوعاتو کارکوونکو د خپل کار لپاره نوي اصول جوړ کړي، دا چې د بیلا بیلو پیښو په باب څه ډول رپوټونه خپاره کړي.

په دغو اصولو کې په رپوټونو کې د دقت نه رانیولې بیا د جنجالي پیښو په باب د رپوټونو د څرنگوالي په باب ټول مسایل شامل دي.

د هند د ژورنالستانو د ملي ټولنې له خوا د ترتیب شوې، دغې اصول نامې تر ټولو د پام وړ برخه د ملي امنیت د ادارې د عملیاتو په باب د رپوټونو د خپرولو لپاره وضع شوي مقررات دي.

د ژورنالستانو ټولنې د ممبئ له حملې مخکې ددغو اصولو د وضع کولو لپاره کار پیل کړی و. خو د ممبئ د ښار د ٦٠ ساعته محاصرې په باب نیغ په نیغه خپرونو د هند پر شخصي تلویزیونونو دا فشار اچولی و چې پیښې معمولي وښيي.

د هند متقاعد قاضي القضات جدیش ساران ویرما د هند د ژورنالستانو د ملي ټولنې رئیس دی او ددغه نوې اصولنامې مسوده همده تیاره کړې وه.

هغه د امریکا غږ ته وویل چې ددغو اصولو له وضع کیدو سره نور باید د هندي چارواکو او نورو خواوو هغه غوښتنې ختمې شوي چې وايي، د مطبوعاتو لپاره دې کلک اصول وضع شي.

"نور باید د نورو اصولو لپاره ضرورت نه وي. ددغو لارښوونو په اساس د مطبوعاتو د کارکوونکو له خوا جوړ شوي اصول کفایت کوي".

د مطبوعاتو په نوې قاعده کې چې نن د سه شنبې په ورځ یې د جوړولو کار بشپړ شو، ویل شوي د متهمو ترهگرو سره مرکې باید نیغ په نیغه خپرې نشي او همدارنگه د ملي امنیت د عملیاتو د جزیاتو په باب هم تر هغو رپوټونه خپاره نشي چې پای ته رسېدلي نه وي.

هندي چارواکي پر مطبوعاتو سخت انتقاد کړی چې د ممبئ پر ښار باندې د حملې پر وخت د مطبوعاتو د نیغ په نیغه خپرونو له کبله حمله کوونکو ته د هند د کمانډو عسکرو موقعیتونه معلوم شوي وو. هغه مهال یوه تلویزیوني چینل د یوه حمله کوونکي سره مرکه خپره کړې وه.

هند ددغې حملې پړه پر پاکستان ور اچولې ده.

د ممبئ د محاصرې د پای ته رسېدو وروسته، په حکومتي او مطبوعاتي ادارو کې دا انتقادونه واورېدل شول چې د پیښې پر وخت مطبوعاتو ناتائید شوې آوازې خپرې وکړې وې، او د وینو د بهېدو د تصویرونو په ښودلو او د پاروونکو مسایلو او پوځي موسیقۍ په غږولو یې د خلکو تشویش نور هم زیات کړی و.

د هند پارلمان اوس د یوې داسې ادارې د جوړولو په باب غور کوي چې په ملک کې د ورځ په ورځ زیاتېدونکو شخصي تلویزیوني چینلونو چارې تنظیم کړي.

د تلویزیونونو ځنیو خبریالانو بیا له خپل موقف نه دفاع کړې او وايي، د پیښې پر وخت حکومت ډیر کم معلومات خپاره کړي، او له یوې خوا نیغ په نیغه دوامداره خپرونو، له بلې خوا د تلویزیوني چینلونو تر منځ سیالئ دوی مجبور کړي وو چې نوي خبرې را پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG