د آسټرالیا دد فاع مامورین وایی چی د یاغي طالبانو او اسټرالیایي عسکرو تر منځ په جگړه کی پنځه افغان ماشومان وژل شوي دي.
د آسټرالیا اردو یوه بیانیه خپره کړې او په هغې کی یې ویلي دي چی دا پېښه پرون د پنجشنبې په ورځ هغه وخت وشوه چی آسټرالیایي عسکرو په روزگان کی د یاغیانو د کورونو تلاشي کوله چی هغوی ونیسی.
چارواکي وایی چی په دې عملیاتو کی دوه نور افغان ماشومان اودوه غټان زخمي شوي او یو مشکوک یاغي وژل سوی دی.
د آسټرالیا ددفاع وزارت ددې پېښي په باب تحقیقات پیل کړي دي او ویلي یې دي چی د آسټرالیا عسکر د ملکي خلکو د تلفاتو د کمولو په برخه کیدقیق مقررات تطبیقوي.
د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی دی د خارجی عسکرو طرفداري کوی چی دده په هیواد کی د یاغیانو سره جنگیږي، مگر هغه په امریکایي او د نورو لویدزو ملکونو په عسکرو باندي ملامتي اچولې او ویلي یې دي چی هغوی د ملکی خلکو د تلفاتو په کمیدو کی په کافي اندازه کار نه دی کړی .
له بلي خوا سیمي ته د امریکا نوی آستاځی ریچارډ هولبروک افغانستان ته رسیدلی چی د هغه هیواد د مشرانو سره وگوری. د هغه ددې سفر په باب لږ معلومات خپاره شوي دي.
په یوه بل خبر کی راغلي دي چی امریکایي مفتشانو ویلي دي چی د امریکا ددفاع وزارت هغه ٨٧ زره وسلې چی په افغانستان کی ورکي شوي دي تراوسه نه دي پیدا کړی . دا په هغو ٢۴٢ زره وسلو کی وې چی د ٢٠٠۴ کال د ډیسیمبر د میاشتي را پدې خوا هغه هیواد ته استول شوي دي.
پرون په افغانستان کی د امریکا په مشري قواو قوماندان جنرال ډیویډ میک کرنان د افغانستان ددفاع د وزیر جنرال عبدالرحیم وردگ سره وکتل او د تروریزم سره په جگړه کی یې د همکاریو د مؤثرو لارو چارو د پیدا کولو په باب خبري ورسره وکړې.