د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست او کندهار کې د بمونو چاودنې


افغان پولیس وائې، دبمونو دوه جدا چاودنې شویدی . په دغو چاودنو کې یومحلی مامور او څلور دپولیسو صاحب منصبان وژل شویدی، په داسی حال کې چې جمهوررئیس کرزی دامریکا د نوی استازی سره دملاقات لپاره تیاری نیسی.

د خوست په ولایت کې پولیس وائې، نن دشنبی په ورځ په نادرشاه کوټ کې دسرک دغاړی دبم په چاودنه کې ولسوال بیت الزمان ووژل شو.

پولیس وايي، پرون دجمعی په ورځ د کندهار په ولایت کې دپولیسو موټر دسرک دغاړی په یو بل بم باندی وربرابر شو چې څلور دپولیسو صاحب منصبان ئې ووژل.

دغه چاودنی په داسی وخت کې وشوی چې دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا خاص استازی ریچرد هالبروک دافغانستان د جمهوررئیس حامد کرزی سره دملاقات لپاره تیاری نیسی چې څرنگه د طالبانود بغاوت په خلاف چې ورځ په ورځ زور اخلی، جگړه وشی.

ښاغلې هولبروک پرون دجمعی په ورځ په کابل کې د دفاع د وزارت د مامورانو او د پارلمان له غړو سره لیدلی و.

دهغه وخت نه راپدی خوا چې دامریکا جمهوررئیس بارک اوباما ښاغلی هولبرک د پاکستان او افغانستان لپاره خاص استازی ټاکلی دی ، دا سیمی ته دهغه لومړی سفر دی. د چهارشنبی په ورځ طالبانو په کابل کې په دریو حکومتي ادارو باندی حملی کړي وې.

جمهوررئیس اوباما وعده کړیده چې په سیمه کې دتروریزم ضد دامریکا په سټراټیجی باندی له سره غورکوی .

توقع ده چې ښاغلی اوباما به په راتلونکو څو ورځوکې اعلان وکړی چې څومره اضافی عسکر افغانستان ته استوی .

XS
SM
MD
LG