د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو یو قوماندان په بادغیس کي ووژل شو


افغان او ائتلاف ځواکونه وایی د یکشنبې په ماښام د طالبانو یو سیمه اییز قوماندان د افغانستان په لویدیځه سیمه کی د هوایی دقیقو بمباریو په ترڅ کې وژل شوی دی.

نن د استخباراتي چارواکو له خوا په یوې گډی اعلامیی کې ویل شوي چې د ملا دستگیر په نوم د طالبانو مشر او د هغه اته ملگري د بادغیس د ولایت د دره مرغاب په سیمه کی وژل شوی دی.

دا سیمه د ترکمنستان سرحد ته نږدی پرته ده.

بل پلو، د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ځانگړي استازي، ریچارد هولبرک، پرون هند ته د تگ نه مخکی دافغانستان د جنوبی ولایت کندهار نه لیدنه وکړه.

هغه د کندهار په هوایی ډگر کې یوه غونډه هم ورته ترتیب شوی وه چې پکې ډگر جنرال مارک دو کرییف هم برخه درلوده.

ډگر جنرال دی کرییف د افغانستان په جنوبي سیمه کې سیمه اییزه قومانده په غاړه لري. د هغه سره د ائتلاف د قواو قوماندان جنرال دیوید مکیرنن هم ملگری و.

XS
SM
MD
LG