د لاس رسي وړ اتصالات

د صوبه سرحد په ملکنډ علاقه کې به اسلامی شرېعت نافذ شی


د پاکستان د سېمه ئېز حکومت چارواکی واېې چې د اسلام عدلی نظام به په شمال غربی پاکستان کې په ېو شمېر سېموکې ددی لپاره عملی شی چې له اسلامی افراطېانو سره د سولی په تړون کې د ېوی برخی په توگه پری موافقه شوې وه.

د صوبه سرحد حکومت د پاکستان له هغو افراطېانو سره چې له طالبانو سره تړاو لری په پېښور کې د دوشنبی په ورځ ېو تړون لاسلېک کړ.

ددغه تړون سره سم به د ملکنډ په سېمه کې چې د سوات دره هم پکی شامله ده اسلامی قانون نافذ شی. دغه تړون د طالبانو د ېوه پلوی صوفی محمد په واسطه وشو.

د صوفی محمد زوم، د طالبانو طرفدار مولانا فضل الله په دې سېمه کې له تشدد نه ډکه مبارزه پېل کړې وه چې شرېعت نافذ کړی.

په دغو هلو ځلو کې د نجونو ډېر ښوونځی وران وېجاړ کړی شول ددې لپاره چې ښوونځېو ته د نجونو د تللو مخه ونېسی.

د پاکستان سر کاری اژانس د پاکستان اسوشتېد پرېس رپوټ ورکوی چې صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی ووېل چې له طآلبانو سره د سولی تړون به د هېواد لپاره گټور وی.

په هغه ورځ ماښام چې دا تړون لاسلېک کېده د افراطېانو ډلې په سوات کې د لسو ورځو لپاره ېو اوربند اعلان کړی و. رپوټ واېې د سوات سېمه ېو وخت د سېلانېانو لپاره د خوښی او ساعت تېری ځای و.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدی چې د پاکستان ېوه ېاغی ډله ادعا کوی چې دملگرو ملتونو امرېکا ېې مامور جان سولېکی دوی نېولی دی او دهغه د خوشی کولو لپاره ېې د مذاکراتو وخت زېات کړېدی.

جان سولېکی دملگرو ملتونو مامور و او په جنوب غربی پاکستان کې دوه اونی مخکی نېول شوی و. د تېرې جمعی په ورځ افراطېانو گواښ وکړ چې سولېکی په ٧٢ ساعتونو کې ووژنی.

د سولېکی برمته کوونکی واېې چې دوی د بلوچستان د ازادۍ د متحدې جبهی ېوه څانگه ده.

ددغی ډلې ېوه نطاق ددوشنی په ورځ ووېل چې د مذاکراتو لپاره نېټه اوږده شوېده خو نور تفصېلات ېې ورنکړل.

افراطېانو دهغه دخوشی کولو په بدل کې د ١۴١ بلوڅو ښځو د خوشی کولو غوښتنه کړېده. دېوې ادعا له مخی دغه ښځې په پاکستان کې توقېف شوېدی. خو د پاکستان د کورنېو چارو د وزارت مشر سلاکار رحمن ملک واېې چې دی په دې ندی خبر چې دا ښځې چېری توقېف شوېدی.

XS
SM
MD
LG