د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا - په ټوکیو کې د میرمن کلینټن د خبرو عمده موضوع


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن چې په خپل لومړني بهرني سفر وتلې، دا وخت په جاپان کې دي. رپوټ وايي چې په ټوکیو کې له جاپاني مقاماتو سره د میرمن کلینټن د خبرو عمده موضوع شمالي کوریا وه.

د بهرنیو چارو وزیره وايي، د شمالي کوریا د اتومي وسلو د موضوع په باب یې طولاني خبرې کړي او د هغو شپږ هیوادونو پر هلو ځلو بحث شوی چې له پیونگ یانگ نه غواړي چې له خپلو اتومي جاه طلبيو نه تیر شي.

ددغو خبرو وخت ډیر حساس ځکه دی چې داسې ښکاري چې شمالي کوریا غواړي یو بل د اوږده واټن ویشتونکی توغندی و آزمويي.

میرمن کلینټن په ټوکیو کې له خپل جاپاني هم منصب سره په یوه مشترک خبري کنفرانس کې دغه موضوع یاده کړه او همدا رنگه یې له جاپان سره د هغو جاپاني اتباعو په باب اخلاقي همدردي وښوده چې یرغمل شوي او شمالي کوریا ته وړل شوي دي.

"د توغندي د هغه ممکنه آزموینې په باب چې شمالي کوریا یې یادوي، دا به زموږ د هغو هلو ځلو لپاره گټور نه وي چې غواړو خپلې اړیکې ښې کړو. زه په دې خبره یم چې د جاپاني اتباعو د برمته کېدو موضوع دلته لویه اندېښنه ده او زه به نن ددغو تښتول شویو کسان له کورنیو سره گورم او له هغوی سره به خپله همدردي شریکوم".

میرمن کلینټن وايي، که شمالي کوریا خپل د اتومي وسلو پروگرام فسخ کړي، امریکا دې ته حاضره ده چې له دغه ملک سره د سولې یو تړون امضا کړي او خپلې اړیکي ورسره نورمال کړي.

د بوش د حکومت پر وخت، جاپان د امریکا پر هغه اقدام اندېښنه وښودله چې شمالي کوریا یې د تروریزم له تور لسټ څخه پرته له دې ویست چې د تښتول شویو جاپانیانو د موضوع په اړه هیڅ پرمختگ نه و شوی.

په ټوکیو کې د دواړو هیوادونو د مشرانو تر منځ په خبرو کې دا پریکړه هم وشوه چې د جاپان صدر اعظم تارو آسو به راتلونکې اونۍ واشنگټن ته سفر وکړي.

دا به لومړنی بهرنی مشر وي چې جمهور رئیس براک اوباما به په سپینې ماڼۍ کې ورته ښه راغلاست وايي.

XS
SM
MD
LG