د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلی اوباما او ښاغلی کرزي په تېلېفون خبری وکړې


د افغانستان د جمهور رېس حامد کرزي دفترواېې چه ښاغلي کرزي پرون د امرېکا د جمهور رېس براک اوباما سره په تلېفون خبری وکړی.

د چه د امرېکا د جمهور رېس په توگه د خپل مقام د اشغالولو نه وروسته دا لومړی وار دی چه ښاغلی اوباما د افغانستان د جمهور رېس سره خبری کوی.

اوباماښاغلي کرزي سره دا خبری په داسی حال کی وکړی چه پرون ېې افغانستان ته د اولس زره نورو امرېکاېې عسکرو د سفر برئ اعلانوکړ.

د جمهور رېس کرزي د مطبوعاتو دفتر په ېوه مطبوعاتی وېنا کی ووېل چه دواړو د امرېکا او افغانستان په روابطو او د ټرورزم په اړه د امرېکا په سېاست باندی له سره د غور کولو، راتلونکو انتخاباتو او ېو شمېر نورو مساېلوپه باب خبری وکړی.

د امرېکا د دفاع د وزارت مامورېنو پرون ووېل چه دولس زره عسکر به افغانستان ته په څو راتلونکو مېاشتو کی ولېږل شی او ورپسی به پنځه زره نور عسکر هم حرکت وکړی.

د افغانستان ددفاع وزارت مامورانو نن ددی اعلان هرکلی وکړ او وېې وېل د هېواد په ختېز او جنوب کیهغو سېمو ته ددی امرېکاېې عسکرو لېږل غواړی چه امنېت په کی خراب دی. کله چه دا ټول عسکر سږکال افغانستان ته ورسېږی نو په افغانستان کی به د امرېکا دټولو عسکرو شمېر پنځه پنځوس زرو ته ورسېږی.

جمهور رېس اوباما واېې چه ددی اضافی عسکرو لېږل به د افغانستان د امنېتی وضع په هکله دامرېکا په ستراتېژئ باندی دغور کولو مخه ونه نېسی او نه به ددی دارزېابئ په نهاېې نتېجه باندی څه اثر وغورځوی.

اوباما ووېل ځکه ېې په افغانستان کی د امرېکا په اوسنئ پالېسئ باندی له سره دغور کولو امر وکړ چه تر اوسه پوری څنگه چه لازمه ده هغه شان توجه د افغانستان د خراب امنېت په لوری نه ده شوی.

اوباماد کاناډابراډ کاسټنگ کارپرېشن سره په ېوه مرکه کی پرون ووېل چه د افغانستان په باب په ېوه جامع ستراتېژئ کی باېد دېپلو ماسی او د ابادئ پروژی هم شاملی وی.

XS
SM
MD
LG