د لاس رسي وړ اتصالات

ېو تندرو دېنی عالم په سوات کی د  ېوه مارش مشری وکړه


ېو تندرو دېنی عالم پرون په سوات کید ېوه مارش مشری وکړه چه هدف ېې په زمکه باندی د وسلو د اېښودلو لپاره د وسله والوطالبانو قانع کول ؤ.

دا مارش دوه ورځی مخکی په صوبه سرحد کی د پاکستانی مامورانواو د طالبانو د ېو طرفدار په منځ کی په ملکنډ کی داسلامی شرېعت د نافذولو په لپاره د سولې د ېوې موافقې دلاس لېک کولو نه وروسته وشو.

ېوه دېنی عالم او تندرو مشر صوفی محمد او ملگرو ېې په سوات کی ددی مارش په وخت هلته د سولې غوښتنه وکړه.

مولانا صوفی محمد او د هغه سره ملگرو خلکو د سوات په مرکز مېنگوره کی ددی مارش په دوران کی د سولې ناری وهلی.

خو د ناتو تړون ددی موافقې په باب خپله اندېښنه وښودله. د ناتو ېو نطاق پرون ووېل چه د پاکستان د ښه نېت په باب څه شک نه لری خو شاېد چه دا موافقه تندروانو نو ته موقع ورکړی چه د ځان لپاره په سوات کی خوندی مرکزونه جوړ کړی.

د امرېکا حکومت واېې چه ددی موافقې په باب د پاکستان د حکومت نه د نورو تفصېلاتو انتظار کوی.

XS
SM
MD
LG