د لاس رسي وړ اتصالات

هېلري کلنټن له اندونېزېا سره د پراخه شراکت وعده کوي


د امرېکا خارجه وزېره مېرمن هېلری کلنټن واېې چه امرېکا او اندونېزېا په خپل منځ کی ېو لړ شرېک ارزښتونه لری چه په دی کې دبشری حقوقو او د دېموکراسئ پرمخ بېول هم شامل دی.

د امرېکا خارجه وزېره نن د اندونېزېا د خارجه چارو د وزېر حسن وېراجو ده سره د خبری نه وروسته دا تبصره وکړه. هېلری کلنټن نن جاگارتا ته خپل لومړی سفر وکړ.

نوموړی د ختېزی اسېا د څو ملکونو په سفر باندی تللی ده.

د امرېکا خارجه وزېرې اعلان وکړ چه جمهور رېس بارک اوباما او دا په خپله غواړی چه د اندونېزېا سره د ېو لړ مهمو او عاجلو نړېوالو مساېلو د حل په باب د اندونېزېا سرهجامع روابط ولری.

ددی مساېلو په جمله کی نړېوال اقتصاد، او د زمکی داوبو او هوا بدلېدل شامل دی.

کلنټن ووېل چه جاگارتا او واشنگټن به په برما کی د دېموکراتېکی اصلاحاتو د راوستلو لپاره همخپل مهم رول په شرېکه ولوبوی او د برما نظامی حکومت به وهڅوئ چه اصلاحآت راولی.

مېرمن کلنټن ووېل اندونېزېا په نړئ کی تر ټولو ېو پر نفوسه مسلمان ملک دی او دا واقعېت ېې ثابت کړی دی چه اسلام دېموکراسی او عصرېت درېواړه ېو ځای سره وده کولی شی.

د امرېکا خارجه وزېره په داسی وخت کی اندونېزېا ته تللی ده چه د اوباما حکومت کوښښ کوی اسلامی نړئ سره د امرېکا روابط ښه کړی.

په عراق باندی دامرېکا پوځی ېرغل نه وروسته داندونېزېا په شمول دېو شمېر اسلامی ملکونو سره دامرېکا روابط ساړه شول.

جمهور رېس بارک اوباما د خپل وړوکتوب د دوری څلور کاله دخپلی مور سره په اندونېزېا کی تېر کړی دی.

د جاگارتا هغه ابتداېې ښوونځی شاگردانو په هواېې ډگر کی دمېرمن کلنټن هرکلی و چه اوباما په کی درس لوستلی ؤ، خو د اندونېزېا د پو شمېر پوهنتونونومحصلېنو د امرېکا دخارجه وزېری د سفر په خلاف د امرېکا دسفارت مخی ته مظاهره وکړه او د هغې په لاس جوړه شوی څېره ېې په بوټانو باندی ووېشتله.

XS
SM
MD
LG