د پاکستان د جیو خصوصي تلویزیون وایی چی یوه وسله وال سړي چی نه دی پیژنژل سوی، د سوات په دره کی د دغه تلویزیون یو ژورنالیست وژلی دی.
دغه تلویزیوني سټېشن ویلي دی چی په موسی خانخېل باندی نن د چهارشنبې په ورځ کله چی یې خپله وظیفه اجرا کوله د مټې په ښارگوټي کی چي د طالبانو په کنټرول کی دی ډزي وشوې او ووژل سو.
خانخېل په محلي مطبوعاتو کی په دې مشهور و چی د سوات په دره کی یې د یاغیانو د فعالیتونو په باب ښه رپوټونه برابرول.
تر اوسه هیچا څه نه دي ویلي چی هغه چا وواژه. جیو ویلي دي چی د پاکستان حکومت ددغه ژورنالیست قتل سخت غندلی او د تحقیقاتو د کولو وعده یې کړې ده.
د ژورنالیستانود حفاظت او ساتنی کمیټې ویلي دي چی ددې پېښي نه پرته د سږکال د شروع کیدو راهیسی په نړۍ کی تر اوسه پوري شپږ ژورنالیستان وژل شوي دي او هغوی یو د غزې په تړانگه کی، یو په مدغاسکر کی، یو په روسیه کی، دوه په سومالیاکی او یو په سریلانکا کی و.