د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغزستان پارلمان پریکړه وکړه چی د امریکا اډه بنده کړی


د قرغزستان پارلمان فیصله وکړه چی د مناس د هوایي اډې نه دی د امریکا قواوي ووځي.

پارلمان د هغه ملک د جمهور رئیس کرمان بیک باقي یوف هغه پریکړه نن د پنجشنبې په ورځ د رایو په مطلق اکثریت منظور کړه چی ویلي یې و دا اډه به وتړي.

دا پریکړه د یوې په مقابل کی په ٧٨ رایو منظور سوه.

که باقي یوف دا لایحه لاسلیک کړی او حکومت د امریکایي قواو د وتلو امر وکړی، نو امریکا به مجبوره وی چی په ١٨٠ ورځو کی ددغي اډې نه را ووځی.

د ماناس هوایی اډه په سیمه کی یواځنۍ اډه ده چی امریکایي قواو ته خلاصه ده.

افغانستان ته د امریکا او ناتو د قواو د پاره د موادو زیاتره برخه د پاکستان له لاري د موټرو او لاریو په وسیله رسول کیږی، مگر په دغو لاریو باندی په دې وروستیو وختو کی د طالبانو او القاعدې له خوا زیاتي حملې کیږی.

XS
SM
MD
LG