د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس به د افغانستان لپاره له ناټو نه نوره مرسته هم وغواړي


د امرېکا ددفاع وزېر رابرت گېټس واېې چې دی به د ناټو له انډېوالانو نه د پولنډ په کراکاو کې، د ناټو د دفاع وزېرانو د مجلس په ترڅ کې غوښتنه وکړی چې افغانستان ته نور عسکر هم ولېږی چې د هېواد په راتلونکېو انتخاباتو کې ددغه هېواد په امنېت کې مرسته وکړی.

گېټس، ددوه ورځو لپاره په هغه مجلس کې برخه لری چې دناټو خارجه وزېرانو په پولنډ کې جوړ کړېدی. د ناټو د انډېوالو هېوادونو په دغه مجلس کې به د بحث وړ مهمه موضوع په افغانستان کې د سولی ساتنی هڅې وی.

گېټس ووېل چې هغه د ناټو د انډېوالانو په باب د نورې مرستی امېد وارې له لاسه ورکړېده ځکه چې په هغو کې ډېرهېوادونه ډېر قوی اساسی قوانېن لری چې د جگړې ضد دی، نو دا تمه نشی کېدلی چې هغوی به نور عسکر هم دغه هېواد ته ولېږی.

خو هغه ووېل توقع دا ده چې دناټو ېو شمېر انډېوال هېوادونه به خپل مامورېت د غېر نظامی مرستو په ورکولو پورې محدود کړی.

هغوی به په دې کې مرسته وکړی چې د کابل حکومت قوی مدنی موسسات جوړ کاندی.

د ناټو د دفاع وزېران به د کاسوو، جورجېا او ېوکراېن په شراېطو هم بحث وکړی.

XS
SM
MD
LG