د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې د ملگرو ملتونو تښتول شوی مامور


ملگرو ملتونو یو وار بیا په پاکستان کی د هغو سړو تښتونکو نه چی ددوی یو مامور یې تښتولی دی یو وار بیا وغوښتل چی هغه دی سلامت ور خوشي کړی.

دغي نړۍ والي مؤسسې نن د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کی وویل چی غه مؤسسه د امریکایي تبعه جان سولیکی د روغتیا په باب اندیښنه لری، ځکه چی هغه ناروغ دی او که خوشی نه سی نو ناروغي به یې پسي زیاته شی او ژوند ته به یې خطر پېښ سی.

هغې د سړو تښتونکو نه وغوښتل چی د ملگرو ملتو د مامورینو سره دی سمدستي تماس ونیسی چی دا جنجال په سوله ایزه طریقه حل سی.

سولیکی په کوټه کی د ملگرو ملتو د مهاجرو د ادارې رئیس دی او دوې هفتې مخکی د بلوچستان په ایالت کی وتښتول سو.

یوې ډلي چی د بلوچستان د آزادۍ متحده جبهه نومیږی گواښ کړی چی که د پاکستان حکومت د هغې بندیان خوشی نه کړی نو دغه مامور به ووژني. دغي ډلی ددوشنبې په ورځ د ٧٢ ساعتو هغه مهلت چی ددې سړي د پاره یې ټاکلی و نور هم پسې اوږد کړ.

XS
SM
MD
LG