د لاس رسي وړ اتصالات

پیلوسي له کرزي سره وکتل


د امریکا د پارلمان یوې عالي رتبه چارواکې له جمهور رئیس حامد کرزي سره کتلي او د افغانستان له پاره د امریکا د پوځي ستراتیژئ د غور په باب یې ورسره خبرې کړي دي.

د جمهور رئیس کرزي د دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د امریکا د ولسي جرگې رئیسي نانسي پیلوسي نن د شنبې په ورځ په کابل کې له جمهور رئیس کرزي سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، دواړو مشرانو د امریکا-افغانستان پر اړیکو، په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینگولو او اقتصادي ودې په باب خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د میرمن پیلوسي له خولې لیکل شوي چې، هغې په افغانستان کې د دیموکراسۍ په لاره کې پورته شوي قدمونه وستایل او جمهور رئیس کرزی یې وهڅوه چې په راتلونکې اونۍ کې واشنگټن ته خپل یو هیئت راولیږي او د تروریزم په خلاف د افغانستان نوې ستراتیژي وړاندې کړي.

پرون د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس وویل، ډیرو هیوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان لپاره به نظامي او ملکي مرستې زیاتې کړي. گیټس وویل، دغه ژمنې وروسته له هغه شوي چې امریکا د ناټو له ملکونو نه غوښتنه وکړه چې د طالبانو د زیاتېدونکي تشدد د مخنیوي لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

گیټس وویل، په پولنډ کې د دفاع د وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې پر وخت ٢٠ هیوادونو له افغانستان سره د مرستو د زیاتولو ژمنه وکړه.

XS
SM
MD
LG