د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: له طالبانو سره دايمي اوربند وشو


د پاکستان حکومتي مقامات وايي، په سوات کې له طالبانو سره د دایمي اوربند پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

د ملکنډ کمیشنر، سید محمد جاوید نن دغه موافقه اعلان کړه.

ټاکل شوې ده چې د سیمه کې د طالبانو مشر، مولانا فضل الله هم څو ساعته وروسته په راډیو باندې دغه موافقه اعلان کړي.

د مولانا فضل الله خسر چې په سوات کې د یوې جلا اسلامي ډلې مشري کوي، تیره هفته د حکومت سره موافقه وکړه چې دوی به خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او په بدل کې به په سیمه کې اسلامي شریعت نافذیږي.

د طالبانو مقامات وايي، صوفي محمد او مولانا فضل الله تیره هفته د سولې د نوي تړون په باب خبرې کړي دي.

د پاکستان په دغه شمال لویدیځه سیمه کې مختلفې سخت دریځې ډلې فعالیت لري چې ځینې یې له دغه ځایه په افغانستان کې پر افغان او ایتلافي قواوو باندې حملې تنظیموي.

XS
SM
MD
LG