د لاس رسي وړ اتصالات

فلوریدا ته د موسمي سیلانیانو د ورتگ کچه ټیټه شوې ده


د امریکا په فلوریدا ایالت کې د کورونو د پېر او پلور او کرایې استازی وایي چې ددې هېواد د وروستني اقتصادي کړکیچ له امله، نوموړي ایالت ته د موسمي سیلانیانو د ورتگ کچه ټیټه شوې ده.

د رپوټونو له مخې، اوس مهال هغه بوډا خلک چې د ژمي د ساړه موسم د تېرولو لپاره فلوریدا ته ځي او په اصطلاح د واور مرغان نومیږي، شمېره یې کمه او د لږ وخت لپاره هلته پاته کیږي.

د کال په اوږدو کې په زړه پورې هوا او ښکلو د اوبو غاړو، د فلوریدا کوکوا ساحل د واورو د مرغانو لپاره یو منزل گرځولی دی.

په سلهاوو زره بوډا کسان هر کال د شمالي امریکا له سړې هوا څخه دلته پناه راوړي خو اقتصادي کړکېچ اوس د دغو کسانو شمېر کم کړی دی.

لیزا دورگین د کوکوا په سواحلو کې د کورونو د چارو استازې ده.

لیزا دورگین: "فکر کوم چې دا عمومي اقتصادي وضع ده. خلک، مخصوصآ په زړښت یا تقاعدۍ کې غواړي په کور او یا کور ته نژدې پاته شي او کله چې مو مالي وضعیت یو څه خراب شو، نو د پیسو په مصرفولو کې پام ساتئ."

د چارو پوهان وایي چې دغه زاړه کسان چې د خپل تقاعد پېسې یې د امریکا د مالي کړکېچ په بهیر کې بایللي اوس د خپلو پاته پېسو د ساتنې په فکر کې دي او د فلوریدا په پرتله د ارزانه ځای په لټه کې دي.

ابراهام پیزم، د فلوریدا پوهنتون د کوربتوب د پوهنځي مشر: "هغوی غوره گڼي چې په کور کې پاته شي او یا هم کارابین سیمې یا لاتینې امریکا ته ولاړ شي. لکه ارجنټین ته چې په کې محلي پېسې په ډالرو پورې تړلي دي. د امریکاییانو لپاره یو ښه ځای دی."

پیزم وایي دا یواځې امریکاییان نه دي چې خپل پلانونه بدلوي. هغه وایي نړېوال اقتصادي کړکیچ او په دې وروستیو کې د ډالرو د بیې جگېدل، فلوریدا متقاعدو بوډاوو او د نورو هېوادونو سیلانیانو ته گران ځای گرځولی.

رابرت سلاک یو له دغو کسانو څخه دی چې د کاناډا له اونتریو څخه د ژمي د تېرولو لپاره فلوریدا ته راځي. هغه د کاناډا د مالي ستونزو له امله سږ کال خپل مصرفونه کم کړي دي.

رابرت سلاک: "هغوی وایي چې د کال دغه فصل او د دوه زره و نهم کال لومړې درې میاشتې به یو ستونزمن وخت وي."

سلاک د کاناډايي متقاعدو سیلانیانو د اتحادیې غړی دی او وایي چې تېر کال دوه اعشاریه اوه میلیونه کاناډایان فلوریدا ته راغلي و چې په ټولیزه توگه یې نژدې درې میلیونه ډالره مصرف کړل. دا د دوه زره و شپږ کال په پرتله اتلس فیصده زیات و.

په داسې حال کې چې سلاک په دې ژمي کې هم د فلوریدا تودې هوا ته د ورته شمېر کسانو د راتگ هیله ښیي، وایي چې په اتحادیې کې یې گڼ شمېر متقاعد سیلانیان په تشویش دي.

رابرت سلاک: "د هغو اندېښنه دا ده چې نشي کولای پخوا به پاته کېدل، اوس هلته پاتې شي. اوس دستي هغوی په کورونو کې پاته کیږي څو د خپلو جیبونو د پېسو پام وساتي."

د فلوریدا محلي حکومت هم دا خبرونه تائیدوي. د مامورینو د رپوټونو له مخې، د هغو سیلانیانو شمېر چې د سږ کال په درېیمې ربعې کې فلوریدا ته ورغلي و، د تېر په پرتله ٣ اعشاریه دوه فیصده کم و.

XS
SM
MD
LG