د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په لویدیځ کی اته تنه ډاکتران بندیان شول


هندی چارواکی وایی چی د هند په لویدیځ کی یی اته ډاکتران له دی کبله بندیان کړی چی د ناپکو ستنو په استعمال سره یی

Hepatitis –Bیا تور زیړی نورو کسانو ته خپور کړی دی.

په رپوټ کی راغلی چی تقریبآ ٣۴ تنه د گجرات د ایالت د موداسا په ښارگوټی کی د دی ناروغی له کبله مړه شوی دی.

چارواکی وایی چی دغه ډاکتران په دی تور نیول شوی څو مریضانو ته یی په هماغه یوه سرنج یی پیچکاری ورکړی ده .

د تور زیړی ناروغی د ځگر داسی یوه ناروغی ده چی میکروب یی د مریض د وینی او د هغه د وجود د مایعاتو په ذریعه نورو کسانو ته سرایت کولای شی.

XS
SM
MD
LG