د لاس رسي وړ اتصالات

نوې سروی: نوي فیصده افغانان د طالبانو مخالف دي


د واشنگټن پوست او دنیویارک ټائمز د ورځپاڼو دیکشنبی د ورځی په گڼو کې دا فغانستان په بابدوه جدا رپوټونه خپاره شویدی:

اضافی اولس عسکربه چې داوباما حکومت ئې افغانستان ته استوی، دطالبانودوسله وال بغاوت او دعامه خلکو دمخالفت دواړو سره چې ورځ په ورځ ورسره زیاتیږی، مخامخ شی.

لس دولس تنو افغانانوچې پدی هفته کې دکابل په ښار کې ورسره مرکې شویدیوویل، ددی په ځای چې یاغیانوته ماتی ورکړل شوی وی او تاوتریخوالی له منځه وړل شوی وی چې هیواد ئې په سر راخستی دی، دخارجی عسکرو زیاتول به دغه ستونزه لانوره پسی زیاته کړ.

دغه تبصر ی دامریکا د ABCتلویزیونی شبکی اود BBC دتازه وخت دعامه افکاروپه سروی کې څرگندی شویدی.

په دغه سروی کې نوی فیصده افغانان دطالبانو مخالف دی، له نیمائې کم ئې دامریکا پلویان دی چې له یو کال پخوا نه پکی ډیر کموالی راغلی دی او څلورمه برخه ئې وائې، په امریکائې عسکرو باندی حملی توجیه کیدای شی.

اکثرو هغو کسانو چې مرکی ورسرهشویدیویلی دی، ددوی طالبان خوښ ندی او له ځانمگری چاودنونه چې اکثره وخت په هغو ځایونو کې کیږی چې ډیره گڼهگوڼه پکی وی، ویریږی،خوبیا هم دوی دامریکا په مشری دائتلاف په قواو غصه وو او ددوی دهدفونو په باره کې شک لری او دملکیانو د تلفاتو،دکورون دتالاشی او له نورو سرغړونونه چې امریکائې او دناټو عسکرئې کوی، ډیرزیات شکایت لری. یو وخت دامریکا او ناټوعسکروته ښه راغلی ویل کیده.

څلویښت کلن ابراهیم چې دپکتیا دولایت دی او دلارۍ وټروان دی وویل، دخارجی عسکرو زیاتول به مرسته ونکړی. دوی تل دلته دخپلوگټولپاره راځی او ماتی خوری.

ښه به دا وی چې هرچاته اجازه ورکړل شی چې دمشرانو سره کښینی او دسولې لپاره یوه لاره پیدا کړی. ورځپانه زیاتوی چې خلک دبی او ویری احساس کوی مگر هیڅوک نه پوهیږی چې دښمن څوک دی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه زیاتوی، دغه تبصری په داسی وخت کې وشوی چې د امریکانظامی مامورانو دفبروری په ٢١ نیټه ومنله چې دسه شنبی په ورځ دهرات په ولایت کې دامریکا په هوائې بمباری کې دیارلس تنه ملکیان او دری تنه یاغیان وژل شوی وو. دغه ماموران کوښښ کوی چې دخلکو انتقادونه کم کړی.

دامریکا یو جنرال هرات ته ولاړ چې ددغې پیښی په باب تحقیقات کړی او دنتجو اعلان ئې غیرمعمول وو. په لومړی سر کې ویل شوی وو چې پنځلس تنه یاغیان وژل شوی مگر افغان مامورانو ددغه رپوټ سره موافقه نه لرله.

ورځپانه زیاتوی، دخارجی قواو په باب منفی ذهنیت د اندیښنی خبره ده ځکه چې دامریکا نظامی پلان جوړونکی دوی دافغان ملکیانو په متقابله عمل او همکاری باندی حساب کوی چې دافراطیانو په خلاف دځمکنی قواو په استعمال کې یو مهم عنصر دی.

په ډیپلوماتیکی او د بشری حقوقوپه حلقو کې انتقاد کوونکی دداسی معما خبر داری ورکوی چې دپوځی پراختیا کوښښ ورسره مخامخ دی. دغه ماموران څنگه کولای شی چې ځمکنی پوځ دیاغیانو له حملونه وژغوری بی لدی چې دعصری تکتک نه کار واخیستل شی، داکار به دسیمی خلک نورپه قهر او له ځان نه جدا کړی.

ورځپانه دڅارونکو له قوله وائې،دخلکو نا امیدی څوعلتونه لری. یو دلیل ئې دادی چې دخارجی عسکرو شمیر زیاتیږی او امنیت ورځ په ورځ خرابیږی او ددی ترمنځ باید ارتباط وی.

بل دلیل ئې دادی چې دافغانستان جمهور رئیس حامد کرزی دائتلاف دقواو په بمباریوباندی انتقادونه کوی چې ډیر ملکیان پکی وژل شویدی مگر دطالبانو په حملو باندی کلک اعتراض نه کوی؛ ښاغلې کرزی دوی ته اکثره وخت دورونو خطاب کوی.

واشنگټن پوست ورځپاڼه دافغانستان د بشری حقوقو د مستقل کمیسیون درئیس له قوله لیکی، خلکوته ضد او نقیض پیغامونه رسیږی.

دوی د طالبانو ظلمونه اوسرغړونی په ویډوگانو کې وینی مگر حکومت یوازی د ائتلافدقواودبمباریو په باب خبری کوی. دوی دامریکا د اضافی عسکرو دراستولوپه باب رپوټونه اوری مگر ناټو نه غواړی چې خپل عسکر افغانستان ته را واستوی. دا دشک او ورخطائې وخت دی.

واشنگټن پوست ورڅپاڼه لیکی، پدی هفته کې جمهور رئیس اوباما د جمهوررئیس حامد کرزی سره په تلیفون کې خبری کړی وی.

ددغو خبرونه وروسته ښاغلې کزری دائتلاف دقواو په بمباریو باندی انتقادونه یو څه کم کړل او دواړو حکومتونو ومنله چې په نظامی برخه کې به ډیره همکار کوی.

دافغان مامورانو یوهیآت واشنگټن ته را روان دی چې د افغانستان او پاکستان په باره کېدنوی حکومت دپالیسی په سټراټیجی که کره کتنه کې ونډه واخلی.

اکثرو هغو افغانانو چې مرکه ورسره شوی، وویل، دوی دنظامې عملیاتو په ځای د خبروله لاری روغی جوړی ته ترجیح ورکوی.

یو شمیر ئې بیا دا خبره کوله چې طالبان افغانان او مسلمانان دی او هیواد په عنعنوی توگه تل جنجالونه دجرگو له لاری حل کړی دی او دا جنجال دی هم له روغې جوړی له لاری حل شی.

له بلی خوا د نیویارک ټائمز ورځپاڼی دیکشنبی د ورځیپه خپلهگڼه کې لیکی چې د اوباما حکومت فدرالی قاضی ته وویل، په افغانستان کې هغه کسان چې په نظامې اډو کې بندیان دی، هغوی قانونی حق نلری چې د خپلو بندی کیدلو په باره کې قانونی دعوا وکړی چې دا د پخوانی جمهور رئیس بوش د قانونی ټیم یو مهم دلیل و.

د نیویارک ټائمز ورځپاڼه وائې، د پخوانی جمهور رئیس بوش حکومت دلیل راوړ چې فدرالی محکمې ددارنگه دعوو د اوریدلو حق نلری ځکه چې بندیان غیر امریکائې تبعه دی او له امریکا نه بهر دنظامی عملیاتو په وخت کې نیول شویدی.

داوباما قانونی ټیم ته پکار وه چې پدی باره کې ئېدریځ غوره کړی وی چې دغه دلائل صحیح وو یانه ځکه دمحلی محکمې قاضی جان ډی.بیټز له نوی حکومت نه وغوښتل چېغواړی دغه دریځ بدل کړی یانه.

د نیویارک ټائمز ورځپاڼه ېه پای کې لیکی، برسیره پر نورو کسانو په عمومی توگه قانونی ماهرانو د اوباما د حکومت د فیصلی توقع لرله.

مگر دا د بشری حقوقو په حقوق پوهانو باندی یو کلک گوزار دی چې دپخوانی جمهور رئیس بوش په پالیسی باندی ئې اعتراض کاوه چې دښمن جنگیالی بی له محاکمې نه دیو نامعلوم وخت لپاره ئې په زندان کې ساتلی دی.

XS
SM
MD
LG