د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د اورتوپېدۍ موسسه، د اورتوپېدۍ او فزیوتراپۍ په برخه کې یوازينۍ افغانۍ موسسه


د کابل د اورتوپېدۍ موسسه چې د اورتوپېدۍ او فزیوتراپۍ په برخه کې یوازينۍ افغانۍ موسسه ده وايي چې له نړیوالو مرستندویه ادارو غواړي ترڅو له دغې موسسې سره پراخې مرستې وکړي.

د کابل د اورتوپېدۍ د موسسې مشرې مکیه سیاووش خبریالانو ته نن وویل چې موسسې یې په ۲۰۰۴ کال کې په کار پيل کړی او تر اوسه یې شل زره معیوبین تر درملنې لاندې نېولي او مصنوعي الات یې ورته جوړ کړي.

هغې وویل د دوی اورتوپیدي مرکز ته نظامي او ملکي وګړي د درملنې لپاره ور وړل کیږي.

سیاووش وویل په افغانستان کې څو نړیوالې ټولنې د اورتوپیدۍ په برخه کې کار کوي او اړتیا ده چې افغاني موسسات پدې ډګر کې تجهیز او تمویل شي.

هغې زیاته کړه دوی په خپلې موسسې کې د ماین پاکونې د موسساتو هغه کارکوونکي هم په دندو ګمارلي چې د ماینونو قرباني شوي.

هغې وویل په تېر کال کې څه کم اووه سوه هغه معیوبین ور وړل شوي چې د ماینونو له لاسه د بدن غړي یې زیانمن شوي.

XS
SM
MD
LG