د لاس رسي وړ اتصالات

په بنگله دېش کې 'کټ مټ' د هند د تاج محل په شان یوه ماڼۍ


په بنگله دېش کې یو سړی د یوې ودانۍ په جوړولو په میلیونونو ډالره پېسې لگوي او ادعا کوي چې غواړي کټ مټ د هند د تاج محل په شان یوه ماڼۍ پخپل هېواد کې جوړه کړي.

په اوولسمې میلادۍ پېړۍ کې د هند د معمارۍ شهکار، د تاج محل ماڼۍ یوه امپراطور خپلې دویمې مېرمنې ته جوړه کړې وه.

دغه مشهوره فلم جوړوونکی هندي فلمونه هم بېرته په بنگالي ژبه جوړوي. د تاج محل اصلي ماڼۍ د راجستان په مرمرو، د چین په کرسټال، د تبت په فیروزو او د سیلون په سپینو زرو سمباله ده چې د دوولسو کالو په ترڅ کې د سخت او ملا ماتوونکي زیار په نتیجه کې جوړه شوې ده.

په بنگله دیش کې به د تاج محل کاپي ماڼۍ په شپږو کالو کې، هغه هم د ماشینونو په مرسته، ودانه شي. د هغې ودانکوونکی وایي چې په نوې ماڼۍ کې به د ایټالیا مرمرې او گرانیټ، د بلجیم الماس او په گنبذې کې به یې ١٦٠ کیلوگرامه برونز وکارول شي.

هغه همدا راز زیاتوي چې ددې ودانۍ خښتې او د تشنابونو کاشي به پخپله د سیمې جوړښت وي.

اوسنی بنگله دېش یو مهال د اصلي تاج محل د جوړوونکي، شاه جهان تر واک لاندې سیمه وه. هند په بنگله دېش کې د تقلبي تاج محل په جوړولو حېرانتیا نه ده ښودلې خو د هغه هېواد ډیپلوماتانو خبر داری ورکړی چې ښایي د خپل هېواد د وتلي تاریخي ودانۍ د کاپي کولو په اعتراض، احتجاج وکړي.

د نوي بنگله دیشي تاج محل خاوند، احسان الله موني چې د پاکستان پر ضد یې د ١٩٧١ کال په انقلاب کې هم برخه اخیستې ده، وایي چې څوک یې ددې ودانۍ ورانولو ته نه شي اړ ایستلای.

"هر څه چې وي په قصه کې یې نه یم، زموږ خپله خاوره، خپل ماغزه او خپلې پېسې مو دي، دا ځای ټولو خلکو ته ځانگړی کوم. زه یو مبارز یم، تاسو له ماسره شخړه نه شئ کولای، هیڅوک یې نشي کولای."

موني وایي پخپل کلي کې یې د بنگال تاج ماڼۍ د ودانولو فکر ځکه کړی چې د بنگله دېش زیاتره خلک نشي کولای د اصلي تاج محل لیدته، هند ته ولاړ شي. کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا د کابو شپیتو میلیونو ډالرو په لگولو سره غواړي د شاه جهان په شان خپله مېرمن خوشحاله کړي؟ ځواب یې ورکړ چې د مینې اندازه یې له هغه څخه هم لوړه ده:

"زه له خپلو خلکو سره مینه لرم، له خپل هېواد او خپلو خلکو سره مینه لرم. ما دا ټول د بنگله دېش د خلکو لپاره آبات کړي نه د خپلې مېرمنې لپاره."

لا مخکې له دې چې د مارچ په میاشت کې د ودانۍ د لیدلو لړۍ رسمي پیل شي، تر اوسه سل زرو کسانو د یو یو ډالر په ورکولو دا ځای لیدلی دی.

د بنگله دېش ځیني خلک لکه عبدالحکیم چې په ایټالیا کې کار کوي او د خپلې کورنۍ لېدو ته راغلی، په دې باور دي چې کاپي شوی تاج محل به د بنگله دېش گرځندوی صنعت ته ډېره گټه ورسوي.

"دا ډېره مهمه خبره ده. له آگرې وروسته، زما دا ودانۍ خوښیږي. دا به په ټوله نړۍ، امریکا او اروپا کې مشهوره شي."

دا کټ مټ هغه څه دي چې موني یې له نندارچیانو څخه د اورېدو تمه لري. موني غواړي دا ملکیت پراخ او په هغه کې هوټل، تفریحي پارک او یوه مولټي میډیا تولیداتي ستدیو جوړه کړي.

هغه په دې باور دی چې که د هند اوسني مشران یې د کار قدر نه کوي، که شاه جهان ژوندی وای، هرو مرو به یې دی ستایلی وای.

XS
SM
MD
LG