د لاس رسي وړ اتصالات

هېلری کلنټن به د پاکستان او افغانستان له خارجه وزېرانو سره ملاقات وکړی


د امرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن د سه شنبی په ورځ د پاکستان له خارجه وزېر شاه محمود قرېشی سره ددې لپاره ملاقات کوی چې دامرېکا پر پالېسی باندی د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحد سېمو په برخه کې بحث وکړی.

د افغانستان خارجه وزېر رنگېن دادفر سپنتا هم د خبرو لپاره واشنگټن ته راغلی دی.

هغه به مېرمن هېلری کلنټن سره د پنجشنبی په ورځ مخکی له دېنه چې په درې کسېزو خبرو کې برخه واخلی ملاقات وکړی.

د امرېکا خاص استاځی د افغانستان او پاکستان لپاره رېچرد هالبروک به هم په دغو مجالسو کې حآضر وی. هالبروک په دې نېژدی ورځو کې ددغی سېمی له سفرنه بېرته راستون شویدی.

د دوشنبی په ورځ د امرېکا د فېدرالی پولېسو ېا اېف بي آی مشر رابرت مولر په واشنگټن کې د خارجی اړېکو ېوې ډلې ته ووېل چې امرېکا ته د ترهگرانو د حملو ستر خطر د پاکستان او افغانستان په قباېلی سېمه کې پروت دی.

ددغې سېمی په برخه کې دا عقېده موجوده ده چې داسی افراطېانو ته پناه ورکوی چې له القاعده او طآلبانو سره اړېکی لری.

رابرت مولر دا اندېښنه څرگنده کړه چې ترهگران د امرېکا او نور داسی خلک هم استخدامولی شی چې دغه هېواد ته د راتللو لپاره وېزو ته ضرورت نلری.

XS
SM
MD
LG