د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما نن مهمه وینا کوي


نن شپه د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د ملک پارلمان ته مهمه وینا کوي. واک ته د جمهور رئیس اوباما د رسېدو راهیسې یوازې څه باندې څلور اونۍ تیریږي. ټاکل شوې ده چې د ملک د ولسي جرگې او مشرانو جرگې یوې مشترکې غونډې ته د هغه خبرې د ملک په اقتصاد راټولې وي چې د ډیرو په نظر د نزول په حال کې دی.

پخواني جمهور رئیس بوش په ٢٠٠۴م کې په دوهم ځل واک ته له رسېدو وروسته ملت ته په کلنۍ وینا کې خپله ایجنډا اعلان کړه.

خو نوي انتخاب شوي جمهور رئیسان په خپله لومړنۍ دوره کې معمولاً ملت ته کلنۍ وینا نه کوي ځکه چې دوی زیاتې لاسته راوړنې نه لري چې اعلان یې کړي. ځکه خو جمهور رئیس اوباما وايي؛ نن شپه یوازې د ملک پارلمان ته وینا کوي.

که پارلمان ته د جمهور رئیس د کلنۍ وینا تاریخچې ته وگورو، دا ډیر وخت پخوا د برتانیې په سلطنت کې رواج شوه چې د سلطنت واکمن به پارلمان ته هره کال وینا کوله.

دلته د برتانیې ملکه الزبیت پارلمان ته وینا کوي. "ښاغلیو مهرباني وکړئ کښیني".

خو په امریکا کې روان اقتصادي مشکلات کیدای شي د جمهور رئیس اوباما د نن شپې د وینا تر ټولو مهمه موضوع وي. دا دوهم کال دی چې په امریکا کې اقتصادي رکود روان دی.

دا پرون په واشنگټن کې د امریکا د مختلفو ایالتونو د والیانو غونډه وه چې جمهور رئیس اوباما ورته وینا وکړه.

جمهور رئیس اوباما د والیانو غونډې ته په خپلو خبرو کې د هغو ټکو یو څه وضاحت وړاندې کړ چې نن شپه به یې پارلمان ته په خپله مهمه وینا کې یادوي. هغه دا خبره وکړه، چې د ملک د اقتصاد پښو درولو لپاره تخصیص شوي ٧٨٧ میلیارد ډالره به په کومو لارو چارو ولگوي.

هغه وویل: "ددغه پلان له مخکې به د ملک په ټولو ایالاتونو کې لږ تر لږه درې نیم میلیونه خلکو ته کار پیدا شي. له دې سره به پولیس تقویه شي، د اور وژنې کارگران به پر دندو پاتې شي او ښوونکي به وکولای شي په ښوونځیو کې خپلې وظیفو ته ادامه ورکړي":

یوه وروستۍ احصائیه ښيي چې نږدې ٦٠ فیصده امریکایان د جمهور رئیس ددغه پلان ملاتړ کوي، خو دغه اندازه هغه وخت لږ راکمه شوه چې د جمهوري غوښتونکو گوند پر دغه پلان انتقاد وکړ.

یو انتقاد کوونکی، د لیوزیانا والي، بوبي جینډل دی چې ټاکل شوې ده د جمهور رئیس اوباما د نن شپې د وینا په مقابل کې د جمهوري غوښتونکو عکس العمل هم دی وړاندې کړي.

جینډل مطبوعاتو ته دا خبره وکړه چې د واشنگټن لپاره دا وخت مهمه دا ده چې غیر ضروري لگښتونه بند شي.

ښاغلي اوباما وویل، دده حکومت به ددغه بودیجې ١٥ میلیارد ډالره د ملک د بې وزلو خلکو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په برابرولو ولگوي. هغه همدارنگه ژمنه وکړه چې د متوسط عاید لرونکو کورنیو مالیات به د میاشتې ٦٥ ډالره راکم کړي.

هغه وویل:"زما حکومت ته یو اعشاریه درې ترلیون ډالره د بودیجې کسر په میراث پاتې دی. دا د ملک په تاریخ کې تر ټولو زیات د بودیجې کسر دی".

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما نن خپل هغه پلان هم اعلان کړي چې غواړي په خپله لومړنۍ دوره کې د بودیجې کسر نیمايي ته ورسوي. د هغه دا پلان اقتصاد پوهانو ستایلی دی.

XS
SM
MD
LG