د لاس رسي وړ اتصالات

په هېلمند کې د اېتلاف څلور عسکر د سړک د غاړی په بم ووژل شول


په افغانستان کې د امرېکا پوځ واېې چې د سړک دغاړی د بم په چاودنه کې د امرېکا په مشرۍ د اېتلاف څلور عسکر د افغانستان په جنوبی برخو کې وژل شوېدی.

د پوځ په وېنا کې وېل شوېدی چې عسکر هغه وخت مړه شول چې دهغوی موټر د شپې له خوانه د هېلمند په ولاېت کې په گزمه روان و.

د دغو عسکرو ملېت ددی لپاره ندی څرگند شوی چې تر اوسه پورې لا د هغوی کورنېو ته رسمی خبر ندی ورکړل شوی.

همدارنگه په هېلمند کې د افغانستان دملی اردو عسکرو ١٦ افراطېان هغه وخت ووژل چې په دوی باندی د گزمی په وخت کې ډزې وشوی.

د افغانستان عسکر چې داېتلاف قواو ېې ملاتړ کاوه اول په سپکووسلو ځواب ورکړ او وروسته چې افراطېانو د توپونو او لاسی بمونو نه کارواخېست دوی پرې حمله وکړه.

د امرېکا پوځ واېې چې د جگړی په وخت کې غېر محآرب کسان په دغه سېمه کې نه وو.

XS
SM
MD
LG