د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د جاپان له صدر اعظم تارو اسو سره ملاقات وکړ


ښاغلی اوباما ووېل چې جاپان په اسېا کې دامنېت لپاره ډېر مهم نقش لری او په نړېوال اقتصادی کې دواشنگټن ډېر قوی شرېکبانی دی.

تارواسو په خپل نوبت خبرېالانو ته ووېل چې جاپان اوامرېکا دوه په کافې اندازه قوی ملتونه دی چې د نړۍ سختی شخړې حل کولی شی.

امرېکا او جاپان د نړی دوه ستر اقتصادي قدرتونه گڼل کېږی. صدر اعظم تارو آسو واېې تر ټولو مهم شی ددواړو هېوادونو لپاره دا دی چې دنړیوالو مالی او اقتصادی ستونزو په مقابل کې گډ درېځ ولری.

توقع ده چې د امرېکا او جاپان مشران نړېوالی تودوخی او ترهگرۍ او د شمالی کورېا په واسطه د جاپانی اتباعو د برمته کونی په مساېلو بحث وکړی. د شمالی کورېا جاسوسانو د ١٩٧٠ او ١٩٨٠ په لسېزه کې جاپانی اتباع برمته کړی وو.

رپوټ واېې چې د ښاغلی اوباما د مقبولېت اندازه په امرېکا کې ډېره لوړه ده خو په جاپان کې تردې هم ډېره لوړه ده. د جاپان ېوه ورځپاڼه لېکی چې د تارو آسو د محبوبېت اندازه په جاپان کې ېوولس فېصدو ته راښکته شوېده.

XS
SM
MD
LG