د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په سوات کې اسلامي محکمو ته اجازه ورکوي


د پاکستان د صوبه سرحد د سوات په دره کی طالبانو نن اعلان وکړ چه غواړی د پاکستان دحکومت سره د خپل اوسنی اوربند موده د ېوه نامعلوم وخت پوری اوږده کړی.

توقع ده چه په سوات کی به د طالبانو مشر مولانا فضل الله نن ددی اوربند لپاره خپل شراېط اعلان کړی.

پوره دوه کاله کېږی چه په سوات کی مولانا فضل الله په مشرئ طالبانو د اسلامی شرېعت د نافذولو لپارهمبارزه کوی.

ددی موافقې په اساس به د ملکنډ په اېجنسئ کی دعدلی په نظام کی اساس بدلونونه راشی. سوات هم په ملکنډ اېجنسئ کی پروت دی.

د پاکستان حکومت به په سوات کی د اسلامی محکمو د جوړېدلو اجازه ورکوی او د عدل او انصافټولی چاری به هلته د اسلامی شرېعت په بنېاد سر ته رسېږی.

د سېمی خلک په دی خبره باندی ډېر خوشحاله دی چه جنگ به نور ختم شی، خو بېا هم تراوسه پوری نه ده معلومه چه ددی موافقې په وجه به دسېمی دخلکوپه ورځنی ژوند کی عملا څه ډول بدلونونه راشی او ېا دا چا اېا واقعا به جنگ ختم شی او که نه.

په تېرو څو مېاشتو کی طالبانو په سوات کی د حکومت نه ډېرې سمېی نېولی دی، او کله کله خوېې د خپلو مخالفانو سرونه هم غوڅ کړی دی او معمولا هغه ښوونځی ېې په بمونو باندې الوزولی دی چه گومان کېږی د پاکستاند پوځ عسکر ورڅخه دخپلو مورچلو په توگه په سوات کی استفاده کوی.

ملکی خلک دطالبانو نه ډېر ډارېږی. په باجوړ کی هم پرون طالبانو اعلان وکړ چه د پاکستان د پوځ سره ېې د جنگ د بندولو لپاره ېو اړخېز اوربند کړی دی.

د پاکستان پوځ په باجوړ کی د طالبانو په خلاف ډېرې سختی جگړی کړی دی او واېې چه تر اوسه پوری ېې برابر ېو زرو پنځه سوه طالبان وژلی دی.

د امرېکاحکومت په سوات کی ددی تازه اوربند په باب خپله ژوره اندېښنه څرگنده کړی ده.

XS
SM
MD
LG