د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: نواز شریف انتخاباتو کې برخه نشي اخیستی


د پاکستان ستری محکمی نن په خپله ېوه فېصله کی د پخوانی صدر اعظم نواز شرېف په خلاف لگول شوی بندېزونه بېا منظور کړل.

ددی بندېزونو په اساس نواز شرېف نه شی کولی چه په انتخاباتو کی برخه واخلی او ځان کاندېد کړی.

ستری محکمی ددی بندېزونو په خلاف د نواز شرېف درخواست رد کړ. نوموړی اوس عملا نه شی کولی چه د کوم سېاسی مقام لپاره ځان کاندېد کړی.

همدا زار د پاکستان ستری محکمی نن په خپله فېصله کی تېرکال د انتخاباتو نه وروسته د پنجاب د وزېر اعلی په توگه د نواز شرېف د ورور شهباز شرېف ټاکل کېدل هم باطل اعلان کړل.

د ستری محکمی ددی تازه فېصلی له مخکی به شهباز شرېف مکلف وی چه د خپل مقام نه سمدستی استفعا ورکړی.

نواز شرېف چه د پاکستان د مسلم لېگ گوند د خپلې ډلې مشری په غاړه لری، ددی نه مخکی د لاهور ېوې ابتداېه محکمی په انتخاباتو کی د گډون نه منع کړی ؤ.

په نواز شرېف باندی دا تور لگول شوی ؤ چه په پاکستان کی ېې په ١٩٩٩ مېلادی کال کی د نظامی کودتا نه مخکی د خپل قدرت په زمانه کی ېو لړ جرمونه کړی دی.

د پاکستان حکومت د ابتداېه محکمی ددی فېصلی په تعقېب ستری محکمی ته رجوع کړی وه چې نن ېې خپله نهاېې فېصله وکړه.

دا وېره شته چه د نواز شرېف او شهباز شرېف په خلاف به د ستری محکمی ددی فېصلی نه وروسته په پاکستان کی سېاسی تشنج زېات شی او او گډوډی به راشی.

دواړو وروڼو څو څو ځلې په جمهور رېس اصف علی زرداری باندی دا تور لگولی دی چه د محکمو په دې فېصلو کې لاس لری.

XS
SM
MD
LG