د لاس رسي وړ اتصالات

په سومالېه کی 'اسلامی جنگېالو د حکومتی عسکرو نه ېو ښار نېولی دی'


د سومالېه نه را رسېدلی رېپوټونه واېې چه وسله والو اسلامی جنگېالو د حکومتی عسکرو نه ېو ښار نېولی دی او هم ېې په پاېتخت موگه دېشو کی په حکومتی او خارجی قووا باندی خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

د موگه دېشو په شمال لوېدېز کی د هودر د ښار مشران او سېدونکی واېې چه د الشباب اسلامی جنگېالو نن د ېوه سخت جنگ نه ورسته دغه ښار ونېوه او تقرېبا اولس کسان وژل شوی دی.

له بلی خوا نن په موگه دېشو کی دتوپونو او ټوپکو ډزی روان یوی.

اسلامی جنگېالی په نړېوالو سوله ساتونکو قواو باندی حملی کوی. د بشری حقووقو طرفداران واېې چه پرون د سه شنبی په ورځ په جنگ کی نهه وېشت کسان ووژل شول.

د ښار اسلامی مشرانو دغه وژنی غندلی دی او کوښښ کوی چه دسومالېې د جمهور رېس شېخ شرېف شېخ احمد او د الشباب ترمنځ سوله وکړی.

جمهور رېس وړمه ورځ د جېبوتی نه بېرته سومالېې ته راستون شو.

XS
SM
MD
LG