د لاس رسي وړ اتصالات

په ننگرهار کې د هیروئینو د تولید نهه لابراتوارونه له مینځه یوړل شو


د کورنیو چارو د وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال،جنرال داود داود وایي، ددې ادارې سرتیرو د مخدره موادو د تولید د څو لابراتوارونو د له مینځه وړلو سر بیرهد مخدره موادو یو شمیر نړیوال قاچاقبران هم نیولي دي.

جنرال داود د پنجشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل په ننگرهار کې د مخدره موادو سره د مبارزې د ځواکونو د پراخو عملیاتو په ترڅ کې د هیروئینو د تولید نهه لابراتوارونه له مینځه وړي دي.

او تیره اونۍ یې هم دولس لابراتوارونه له مینځه وړي وو.

هغه همداشان د هلمند په ولایت کې د کوکنارو درې زره هکتاره کروندې د له مینځه وړلو خبر هم ورکړ.

هغه وویل چې د نړیوالو قاچقبرانو په جمله کې اوه لس تنه پاکستانیان هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG