د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي کارپوه: افغانستان څه ډول ستراتیژي غواړي؟


د افغانستان او پاکستان د خارجه وزیرانو په مشرئ عالي رتبه هیئتونه په واشنگټن ته راغلي او له امریکايي مقاماتو سره یو ځای د سیمې د روانو ستونزو د حال پر لارو چارو غور کوي.

له عالي رتبه امریکايي مقاماتو سره د افغانستان او پاکستان ددغه هیئتونو د ملاقاتونو سلسله دوام لري.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې راغلي هیئتونه له امریکايي مقاماتو سره یو ځای د سیمې لپاره پر نوې ستراتیژئ غور کوي.

په واشنگټن کې د امریکن انټرپرایز د تحقیقاتي ادارې د خارجي اړیکو او دفاعي چارو له ماهر تامس ډانلې نه پوښتنه وشوه چې دده په نظر په نوې ستراتیژۍ کې د کومو مهمو ټکو د راتگ امکان شته چې له پخوا څخه به توپیر ولري.

هغه وویل: "په رښتیا زه نه پوهیږم، زه فکر کوم د اوباما حکومت په خپله نه پوهیږي. خو د هغو بیانیو پر اساس چې حکومت خپرې کړي دي،زه اندېښنه لرم چې روانه جگړه به په نوي شکل تعریف کیږي له کمو هڅو سره چې دا به هم په افغانستان او هم په پاکستان کې د امریکا منافعو ته زیانمن ثابت شي".

خو یو خبره چې ټولو خواوو ته ثابته ده هغه دا چې د افغانستان او پاکستان له سرحدي سیمو ته ټولې سیمې ته خطر ورپیښ دی. له ځايي طالبانو سره د سولې پر تړونونو نه نړیواله سطحه انتقادونه شوي دي.

امریکا له پاکستان نه غوښتي چې باید په قبایلي سیمو کې د افراطیانو مخه ونیسي. له تام ډانلې نه پوښتنه وشوه چې په قبایلي سیمو کې ورستیو بدلونونو ته په کومه سترگه گوري؟

هغه وویل: "زما په شخصي نظر، ټول خلک د قبایلي سیمو او نورو سرحدي سیمو په اړه له حده زیات قهرېدلي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان دواړه ملکونو نورې برخې تر دې زیات اهمیت لري".

دی وايي، د سوات د سولې تړون د پاکستان د حکومت لپاره د هغو مشکلاتو په نسبت ډیر لوی مشکل دی چې حکومت ته د ملک له سرحدو سیمو ور پیښ دي. او عیني خبره په افغانستان کې ده. په دغه ملک کې په محلي سیمو کې د طالبانو موجودیت پر سرحد باندې د تندروانو او اوښتو را اوښتو په نسبت عمده ستونزه ده.

د سیاسي او دفاعي چارو دغه کارپوه وايي، دا ډیره مهمه ده چې سوات له تندروانو څخه بیرته ونیول شوي او همدارنگه په افغانستان کې د هلمند او قندهار په څیر د پښتنو د ولایتو او د هغو سیمو امنیت ونیول شي چې د افغانستان د حلقوي سرک شاووخوا پرتې دي، حتی ددغه سرک شمال لور ته.

دی وايي، د قبایلي او سرحدي سیمو پر سر له حده ځای قهرېدو نه به ښه دا وي چې د مرکزي سیمو د امنیت ساتلو ته زیاته توجه وشي.

له تام ډانلې نه پوښتنه وشوه چې د جمهور رئیس جورج بوش پر وخت د افغانستان په اړه ټول پام دې ټکي ته وو چې څنگه د مرکزي حکومت واک د ملک ټولو لرې پرتو سیمو ته وغځول شي.

خو اوس د مقاماتو له خولې ویل کیږي چې ددغه ملک لپاره باید د محلي سیمو پر بنیاد د حل جلا جلا لارې چارې ولټول شي. یو مثال یې د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د محافظت د قعطو په نامه د مسلحو تشکیلاتو د جوړولو پروگرام دی.

آیا دغه تگلاره تر کومه حده د افغانستان د ستونزې حل کېدای شي.

ډانلې وايي: "یقیناً په نږدې وخت کې دا د حل لاره نشي کېدای. زما په عقیده امریکا او اروپايي اتحاد ډیر وخت د جمهور رئیس کرزي په ترټلو تیر کړی دی، ددی پر ځای چې په جزیاتو د هغه د رهبرئ او حکومت ملاتړ وکړي. او د کرزي ترټل ددې باعث شوي چې هغه د ایران په څیر متخاصمو خواوو ته نږدېوالی وښيي".

ډانلې وايي، داسې فکر کوي چې په افغانستان کې په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهور رئیس کرزي د بیا انتخابېدو امکانات شته. دی وايي، د کرزي مشروعیت ته زیان رسول به په افغانستان کې د رهبرئ د ټاکلو ټول سیستم ته زیان ورسوي.

د سیاسي او دفاعي چارو دغه امریکايي ماهر وايي، د کرزي په اړه کیدای شي حسن نظر هغومره نه وي چې څو کاله پخوا موجود و، خو دی وايي، دا خبره واضح ده چې د افغانستان د جمهور رئیس مسئله مو ډیره شخصي کړې ده.

ټام ډانلې په دې نظر دی چې په نږدې راتلونکي کې د روانو مشکلاتو حال نه لیدل کیږي.

له هغه نه پوښتنه وشوه چې په اوږده مهال کې د مسئلې حال په څه کې ویني؟ څنگه کیدای شي په افغانستان کې داسې یو حکومت رامنځته شي چې پر خپله خاوره کلک حاکمیت ولري او له اداري فساد څخه پاک وي؟

"زما په فکر لومړنی ضرورت دا دی چې د افغانستان ملي اردوتقویه شي، چې دا د افغان حکومت د تقویه کولو یوه مهمه لار ده. د روزنې دغه پروگرام په کار ده چې تقویه شي او د افغانستان د محلي ټولنو تر منځ د همکارئ زیاتېدو ته توجه وشي".

ډانلې په دې نظر دی چې د افغانستان په باب ددې پر ځای چې متواتر انتقادونه وشي چې په اداره کې فساد دی، په کار ده چې لاس په کار شو او هغه ادارې تقویه شي چې یا خو له فساد نه پاکې دي او یا د فساد اندازه په کې کمه ده. دی وايي، کیدای شي د کورنیو چارو او عدلیې له وزارتونو نه په دې برخه کې کار پیل شي چې دا به یوه اوږد مهالې پروژه وي.

له بلې خوا، د افغانستان پارلمان ویلي دي، په کار وه چې د پارلمان غړو او د افغانستان د مدني ټولنو استازو په واشنگټن کې د سیمې د ستراتیژئ په باب په خبرو کې برخه لرلې وای. له تام ډانلې نه پوښتنه وشوه چې د افغان حکومت پر کفایت باندې انتقادونو او د ملک د پارلمان څرگندونو ته په پام سره، آیا راتلونکې ستراتیژي به په افغانستان کې مشروعیت ولري او افغانانو ته به د منلو وړ وي؟

"زه فکر کوم مشروعیت په دې پورې تړلی دی چې پوځي عملیات په مؤثر ډول وشي. د افغانستان په کلیو او ښارونو کې د افغانانو لومړنۍ اندېښنه امنیت او له طالبانو نه محافظت دی. که خلک فکر وکړي چې امریکا، ناټو او افغان حکومت د دوی امنیت نشي تامینولای نو مشروعیت له کومه کیږي او داسې حکومت چې د خپلو خلکو مشروعیت نشي ساتلای هغه یو مشروع حکومت نه گڼل کیږي."

ډانلې په دې باور دی چې د افغانستان پر حکومت باندې انتقادونه ښيي چې امریکا او اروپا شا ته گوري او د وتلو لاره لټوي.

XS
SM
MD
LG