په فلسطین کې د حماس او فتحې مخالفو ډلو ددې لپاره غونډه کړې چې د دواړو خواوو تر منځ په موجودو اختلافاتو وغږیږي او د یوه متحد حکومت په رامنځته کولو غور وکړي.
د دواړو خواوو استازو نن په قاهره کې د مصر د استخباراتو د رئیس، عمر سلیمان په دفتر کې ولیدل. عمر سلیمان ددغو خبرو منځگړیتوب کوي.
هغه پر دواړو خواوو غږ وکړ چې خپل اختلافات ختم کړي. د یوه متحد فلسطیني حکومت د رامنځته کولو لپاره لومړنی عنصر ددغو دواړو ډلو د اختلافاتو ختمېدل گڼل کیږي.
چې دغه حکومت په آینده کې وکولای شي د غزې بیارغونه وڅاري او له اسرائیلو سره خبرو ته کښیني.