د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا، افغانستان او پاکستان موافقه وکړه


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلینټن وایی جی امریکا، افغانستان او پاکستان موافقه کړې چی په جنوبي اسیا کی د تروریزم او داسلامي یاغیانو د خطر د له منځه وړلو لپاره به د نوي ستراتیژۍ په باب منظمي خبري کوي.

میرمن کلینټن دا وینا پرون دلته په واشنگټن کی د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو رنگین دادفر سپانتا او شاه محمود قریشي سره د خبرو نه وروسته وکړه. هغې وویل بله غونډه به د اپریل یا مې په میاشت کی وشی.

هیلري کلینټن وویل چی په ستراتیژیکي مسئلو باندی ددوی د نظرونو تبادله بشپړه شوې ده.

په عین حال کی د کارپوهانو یوه هیات پرون د امریکا د مشرانو د جرگې د وسله والو خدماتو جرگه گۍ ته په یوه استماعیه غونډه کی دا لازمه وبلل چی د افغانستان او پاکستان په باب دی د امریکا په پالیسي کی بدلون را شی.

په دې استماعیه غونډه کی زیاتره د افغانستان حالات چی جمهوررئیس براک اوباما پریکړه کړې چی ١٧ زره نور امریکایي عسکر هم هغه ملک ته واستوي، وڅیړل شول.

دغو کارپوهانو ددې پریکړي سره موافقه وکړه مگر ویې ویل چی د کامیابي تر لاسه کول یواځی د عسکرو په زیاتولو پوري اړه نه لری.

XS
SM
MD
LG