د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: باجوړ کې طالبانو ماتې خوړلې


د پاکستان د پوځ یو افسر وايي، د افغانستان له سرحد سره نږدې د باجوړ په قبایلي سیمه کې یې طالبانو ته ماتې ورکړې ده.

تورن جنرال طارق خان په باجوړ کې خبریالانو ته وویل چې په دغه سیمه کې د پوځ د څو میاشتو دوامدارو عملیاتو په نتیجه کې تندلاري له منځه تللي دي. هغه وویل، باجوړ دا وخت د پوځ په لاس کې دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د باجوړ په عملیاتو کې یې تقریبا ١٥ سوه طالبان وژلي دي.

XS
SM
MD
LG