د لاس رسي وړ اتصالات

'په مکسیکو او افغانستان کې د مخدره موادو غیر قانونی تجارت زیات شویدی'


د امریکا د مخدره موادو کلنی رپوټ وائې، په مکسیکواو افغانستان کې د مخدره موادو غیر قانونی تجارت زیات شویدی.

امریکا خپل کلنی رپوټ دهغو بین المللی کوښښونو په باره کې خپور کړیدی چې دمخدره موادو دنړیوال تجارت په ضد کیږی.

په دغه رپوټ کې د شلو هیوادونو نوم اخیستل شویدی چې مخدره مواد پکې تولیدیږی او د مخدره موادو غیرقانونی ټرانزیټی لاری ورنه تیریږی.

رپوټ وائې، په مکسیکو کې د مخدره موادو پوری تړلی تاو تریخوالی زیات شوی او په افغانستان کې په دوامداره توگه د اپینو تولید زیاتیږی.

امریکاپه مکسیکوکې وضع ډیره تت او خړه پړه ښودلی ده. حکومت غواړی چې دمخدره موادو د قاچاقبرانو په خلاف مبارزه وکړی مگر ځنډن اداری فساد ددغې مبارزی په مخکې خنډونه اچوی.

دمکسیکو له ډیرو لارونه امریکا ته مخدره مواد راننوځی.

په زرگونو کسان د مخدره موادو دقاچاقبرانو او دمقاماتو ترمنځ چې دمکسیکودجمهوررئیس فیلپ کالدرون دحکومت لپاره کارکوی، په جنگونو کې وژل شویدی.

درپوټ په قول په افغانستان کې دکوکنارو په کرلو کې لږ غوندی کموالی راغلی دی. مگر په راپوټ کې راغلی دی چې په افغانستان کې په غټه پیمانه هیروئین تولیدیږی او په دغه هیواد کې دمخدره موادو تجارت امنیت او پرمختگ ته لوی گواښ دی.

دبین المللی مخدره موادو او دقانون دتطبیقولولپاره دامریکا دبهرنیوچارو دوزارت یولوړ رتبه مامور ډیویډ جانسن وائې:

"موږ پخپله دافغانانو جدی کوښښونو ته ضرورت لرو چې پدی برخه کې ئې وکړی ځکه چې دا اداری فساد زیاتوی. دکوکنارو نه اپینی تولیدیږی او لدی نه بیا هیروئین لاس ته راوړل کیږی."

په دغه رپوټ کې برماته هم اشاره شویده چې وائې، دمخدره موادو د قاچاق سره په مبارزه کې ناکامه راغلی ده. دغه هیواد په آسیا کې دمیتم فیتامین د ټابلیتونویا گولیو لوی منبع ده.

XS
SM
MD
LG