د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان انتخابات به له اساسی قانون سره سم په خپل وخت وشي


د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د ېکشنبی په ورځ د مارچ په اوله نېټه لېکی چې د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزي د شنبی په ورځ اعلان وکړ چې د جمهوری رېاست انتخابات دی د اپرېل ېا مې په مېاشت کې وشی.

څو اونی مخکی د انتخاباتو لپاره د اگست مېاشتی ټاکل شوی وه.

نېوېارک ټاېمز لېکی ددې کار مقصد دا دی چې له اساسی قانون سره د انتخاباتو په قانونېت او مشروعېت کې ستونزه پېدا نشی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ښاغلی کرزی خپله اراده څرگنده کړېده چې دې به د دوېم ځل لپاره په انتخاباتوکې برخه واخلی.

په دې سبب به دی د مې په ٢١مه نېټه کله چې دده پنځه کلنه دوره پاېته ورسېږی، د افغانستان د اساسی قانون سره سم له خپلې څوکۍ نه استعفی وکړی.

ورځپاڼه لېکی چې د افغانستان د انتخاباتو کومېسېون د جنوری په مېاشت کې اعلان وکړ چې د خرابی هوا او کمزوری امنېت له امله دوی دېته اړشول چې دجمهوری رېاست انتخابات تراگست پورې وځنډوی.

د افغانستان د انتخاباتو د کومېسېون له دغه اعلان نه وروسته سمدلاسه داپوښتنی پېل شوې چې په دې درې مېاشتو کې به دجمهور رئېس د کار مشروعېت او قانونېت مسله به داساسی قانون له نظره څنگه وی.

ورځپاڼه لېکی چې د انتخاباتو دا ناڅاپې اعلان به د اساسی قانون مسله حل کاندی خو د افغانستان حکومت او د اېتلاف قواوې به له ډېرو سختو امنېتی او لوژېستېکی اقداماتو سره مخامخ شی.

د افغانستان د مستقل کومېسېون مشر عتېق الله لودېن په دغه فرمان باندی له تبصرې کولو نه ډډه وکړه او وې وېل چې کله دوی ته فرمآن په رسمی ډول ور ورسېږی نو دوی به غونډه وکړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې ملگرو ملتونو او غربی چارواکیو د انتخاباتو ځنډول قبول کړي وو. هغوی ددې لپاره امېد کاوه چې دا اضافې وخت به دوی ته د کارونو د بهتر انتظام او دا پرېل په اخر کې د زرگونو امرېکاېې عسکرو درا رسېدلو لپاره زمېنه برابره کړی چې د افغانستان په جنوب کې امنېتی شراېطو ته انکشاف ورکړی.

په دغه سېمه کې ېاغې طالبانو ډېرو اولسوالېو او علاقدارېو ته د حکومت او د انتخاباتو د مامورېنو د رسېدگی او کار مخه نېولی ده.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې مخالفو سېاسی ډلو د انتخاباتو په ځنډولو باندی اعتراض کړېدی او څو څو ځلې ېې غږ کړېدی چې انتخابات دې دمې له ٢١می نه ٣٠ ورځی مخکی داېر شی چې داساسی قانون سره سم او برابر کار وشی.

او ېا باېد ښاغلی کرزی دخپل جمهوری رېاست دمودی له ختمېدونه وروسته استعفې وکړی او قدرت دې ېوې موقتی ادارې ته ترهغه وخت پورې وسپاری چې انتخابات پاېته ورسېږی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې دغه ناڅاپې ېا غېر متوقع انتخابات ښاېې ښاغلی کرزی ته گټه وکړی ځکه دهغه مخالفېن ښاېې په دغه راز لنډ وخت کې انتخاباتی مبارزې ته چمتو نه وی.

که چېرې انتخابات وځنډول شی نو ښاېې پر هغه ډېر تورونه ولگول شی چې په داسی حآل کې چې د هغه قانونی موده پوره شوی وه خو هغه بېا هم په قدرت کې پاتی شو.

په داسی حال کې چی قانونی جمهور رئېس نه و. دا انتخابات ددغه راز تورونو مخه هم نېسی.

لوېدېځې منابع واېې چې اوس د اپرېل اوېا مې په مېاشت کې د انتخاباتو د داېرلو په نېټه باندی غو رکېږی.

نېوېارک ټاېمز دامرېکا د ېوه معتبر نظامی مامور له قوله د هغه له خوانه د نوم نه ښودلو په شرط لېکی چې هغه واېې په دې ډاډه دی چې د ناټو او امرېکا قواوې به ددې قدرت ولری چې د مې په مېاشت کې ضروری امنېت برابر کړی شی.

نېوېارک ټاېمز دملی جبهی د ېوه نطاق له قوله لېکی چې دمخالفو سېاسی گوندونو مشرانو د چارشنبی په ورځ د جمهوری رېاست په ېوه مجلس کې له دېنه انکار وکړ چې داومنی چې ښاغلی کرزی دی دمې له ٢١می نه وروسته د جمهوررئېس په توگه په قدرت کې پاتی شی.

ترهغې ورسته ښاغلی کرزی د شنبی په ورځ دا فرمان صادر کړ چې انتخابات دی داساسی قانون سره سم وشی.

په فرمان کې وېل شوېدی چې جمهور رئېس دخپل حکومت د مهمو او قدرتمنو حلقو چې له ٢٠٠١ راهېسی په سېاست کې برخه لرې افکار په نظر کې نېولی دی او پر دی سر بېره ېې، له علماو او فضلاو او قانونپوهانو اوخلکو سره هم سلامشوره کړېده او دافېصله ېې د ملی وحدت د گټو په نظر کې نېولو سره کړېده.

نېوېارک ټاېمز لېکی، په هغه پېغام کې چې مقصد ېې طالبان او نورې ېاغی ډلی دي، وېل شوېدی چې دا فرمان په ټولومخالفو سېاسی گوندونو او دحکومت پر مخالفېنو غږ کوی چې له دغه ملی بهېر سره مرسته وکړی او راېې ورکوونکیو او کاندېدانو ته اجازه ورکړی چې په دې ملی بهېر کی برخه واخلی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې وروستی فېصله چې انتخابات رامخکی کړی د انتخاباتو په کومېسېون پورې اړه لری. که څه هم هغوی مستقل بلل شوېدی خو هر وخت له جمهور رئېس سره له نېژدی نه همکاری کوی او په مشوره ېې عمل کوی.

په دې کې دامرېکا اونورو خارجی قدرتونو مشورې هم شاملی دی ځکه هغوی ورته مالی مرسته برابروی.

نېوېارک ټاېمز په پاې کې لېکی توقع ده چې دافغانستان دمالېې دوه پخوانی وزېران، اشرف غنی، او انورالحق اْحدی دجمهوری رېاست لپاره ځانونه کاندېد کړی.

ددې ترڅنگ دکورنېو چارو پخوانې وزېر علی احمد جلالی او پخوانی خارجه وزېر عبدالله ښاېې د جمهوری رېاست لپاره ځانونه کاندېد کړی.

نېوېارک ټاېمز لېکی د جمهوری رېاست لومړی معاون احمد ضېا مسعود ښاېې د جمهوری رېاست لپاره د ملی جبهی امکانی کاندېدوی.

XS
SM
MD
LG