د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې له لارې ناټو قواوو ته اکمالات پیل شول


د امرېکا دېپلوماتان واېې چې روسېې د امرېکا له خوا نه افغانستان ته د غېر نظامی اکمالاتو تېرولو ته اجازه ورکړېده.

دا اکمالات به ددوی له خاوری نه په اورگاډی کې تېرېږی.

د سه شنبی په ورځ د لېتوانېا په پاېتخت رېگا کې د روسېې سفارت دا خبره تائېد کړه چې ېوه جوپه مال له لېتوېا نه لوېدېزې روسېې ته ور تېرشو او له قزاقستان سره بندرته رسېدلی دی.

چارواکی واېې چې د اکمالاتو اورگاډی چې په افغانستان کې د ناټو قواووته مواد رسوی دوه اونی مخکی له رېگا نه روان شوی و.

د سفارت چارواکېو ووېل چې واشنگټن دا پلان لری چې په ېوه اونی کې د شلو اوېا دېرشو اورگاډېو په اندازه مال د شمالی لارې نه ولېږی.

د روسېې جمهور رئېس مېډوېډېوف ووېل چې تېره مېاشت دی دېته چمتو و چې د امرېکا له جمهور رئېس براک اوباما سره د اکمالاتو د ېوې لارې په انکشاف خبری وکړی.

د روسېې له خوا نه دلارې وړاندېز هغه وخت وشو چې قېرغېزېستان له دېنه انکار وکړ چې د ماناس د هواې اډې په برخه کې له امرېکا سره قرار داد نوی کاندی.

د ماناس هواېې اډه له بشکېک نه بهر پرته ده اوپه افغانستان کې دامرېکا ېې قواو لپاره ېوه مهمه اکمالاتی منبع گڼل کېږی.

د قېر غېزېستان جمهور رئېس باقې ېوف اعلان وکړ چې دا اډه وروسته له هغه نه بنده کړی چې ورسېې وعده وکړه چې قېرغېزېستان ته دوه ملېارده ډالره قرضه او پورونه ورکړی.

XS
SM
MD
LG