د لاس رسي وړ اتصالات

گېټس: افغانستان نه د وتلو نیټه ټاکل ممکنه نده


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرټ گېټس واییدا ممکنه نه ده چی د افغانستان څخهد خارجی پوځیانو د را ایستلو د پاره نېټه وټاکو که څه هم چی په اوږده موده کی همدغه زموږ هدف دی.

گېټس د سه شنبې په ورځ د دفاع په وزارت کید فرانسې د دفاع له وزیر هروي مورین سره په یوه گډ خبری کنفرانس کی دغه وینا وکړه.

ښاغلي مورین د دوشنبې په ورځ ویلي وه چی ناټو باید ډېر ژر د افغانستان څخه د وتلو دپاره نېټه وټاکی.

د دفاع وزیر گېټس وایی دی غواړی چی د افغانستان څخه خارجی پوځیان ووزی خو داپېش بینی غی رمکنه ده چی دا خارجی پوځیان به کله راووزی.

"زه فکر نه کوم چی په نیژدې اینده کی به خارجی پوځیان له افغانستان څخه ووزی. او زه فکر کوم دا غیر ممکنه ده چی د افغانستان څخه د ټولو خارجی پوځیانو د وتلو نېټه وټاکو."

جمهوریس اوباماپه دې تازه شپو ورځو کی د امریکا د پوځیانو په سلو کی د پنځه څلو ېښتو زیاتولو منظوری ورکړه او په دې توگه به د امریکا د پوځیانو شمېر پنځه پنځوسو زرو ته ورسېږی.

په کابل کی د امریکا د قواوو قوماندان وایی هغه فکر کوی چیپه افغانستان کید یاغاینو د حملود ورځ په ورځ زیاتېدلو سره د مقابلې ده د ډېری مودې دپاره د امریکا پوځیان لازم دی.

د فرانسې ددفاع وزیر هروي موریند دوشنبې په روځپه خبری کنفرانس کی کوښښ وکړ چی خپله وینا توضېح کړي.

"مورین وویلهغه د افغانستان څخه د پوځیانو د وتلو د نېټې غوښتنه نه ده کړې، بلکه وایی چی ناټو باید تر وخته پوری چی لازمه وي په افغانستان کی پاته سي خو نه د تل لپاره. ده وویل چی خاص هدفونه او ستراتیژی باید په گوته سی څو اروپاییان پخ دې پوه سی چی د هغوی پوځیان بالاخرهدافغانستان څخه وزی."

د دفاع وزیر گېټس هم په افغانستان کی هغو اهدافو ته اشاره وکړه چی له دریو څخه تر پنځو کالو پوری باید ترلاسه سی. د اوباما حکومت اوس حاضر د افغانستان په باب د متحده ایالاتوپر پالیسی باندی غور کوی او انتظار کېږی چی په راتلونکې میاشت کی د ناټو د مشرانو د غونډی څخه مخکی خپل پلان اعلان کړی. ښاغلي گېټس وویل.

"زه فکر کوم چی په هغو خبرو کی چی ده تېره هفته په واشنگټن کی وکړې دا ورته ثابته سوه چیهیڅوک د افغانستان د پرېښودلو نیت نه لری. بلکه موږ د لنډی مودې پر اهدافو باندی کار وکړ چید هغو په اساس د خپل پرمختگ اندازه ټاکلای سو. او زه فکر کوم چی هغه ته په دغه برخه کی بشپړ اطمینان ورکړه سو."

گېټس دغه رازپه افغانستان کی د جمهوری ریاست د انتخاباتو د نېټی پر سر د جنجال په باب هم وږغېدی. د هغه هیواددانتخاباتو کمېسیون داگسټ شلمه د رایه گیری دپاره ټاکلې وه، څو د متحده ایالاتوپوځیان په هیواد کی د امنیت د ټینگولو دپاره فرصت ولری.

مگر جمهوریس حامد کرزي ږغ کړی دی چی انتخابات به په راتلونکې میاشت کی کېږی. د هغه د جمهوری ریاست دوره د مې په میاشت کی ختمېږی او د هغه مخالفین واییچی د هغی نېټی څخه وروسته په قدرت کی نه سی پاته کېدلای.

گېټس د اگسټ په میاشت کی د انتخاباتو کېدل منظور کړل مگر وې ویل چید مې د میاشتی څخه وروسته د جمهور ریس کرزي په باب اندېښنه موجوده ده.

"زه فکر کوم چی د جمهوریسکرزي په برخه کی دا یوه مشروع او قانونی اندېښنه ده. او زه فکر کوم چی بین المللی ټولنه او د افغانستان په حکومت کی مختلف عناصر او پارلمان کوښښ کوی چی یوه سمه لارهراوباسی."

گېټس وایید افغانستان مقامات کوښښ کویدا سی یوه لاره پیدا کړی چی د مې او اگسټ د میاشتو په منځ کی یو مشروع حکومت ولری.

XS
SM
MD
LG